پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Homeافغانستاند عمرګلستان ښارګوټي جنجال؛د کابل ښاروالۍ د دولتي ملکیت ادعا کوي؛ خو...

د عمرګلستان ښارګوټي جنجال؛د کابل ښاروالۍ د دولتي ملکیت ادعا کوي؛ خو اوسېدونکي یې د شخصي اسنادو په لرلو ټینګار کوي

د طالبانو حکومت د کابل ښاروالۍ وایي چې د نهمې ناحیې اړوند د “عمرګلستان ښارګوټی” د غصب شویو ځمکو د قضیو د ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې د امارتي ملکیت په توګه ثبت شوی او رسماً ښاروالۍ ته سپارل شوی دی.

د ښاروالۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه اقدام د ځمکو د غصب د کمېسیون د کړنلارې پر بنسټ عملي شوی او د شاوخوا ۱۰ جریبه ځمکې د دولتي ملکیت حیثیت یې تثبیت کړی دی.

خو په مقابل کې د عمرګلستان ښارګوټي اوسېدونکي دغه پرېکړه ردوي او وایي چې دوی د جمهوري نظام پر مهال د ښار جوړولو وزارت، کابل ښاروالۍ او املاکو ادارې څخه رسمي اسناد لري او اپارتمانونه یې په شخصي پیسو اخیستي دي.

اوسېدونکي ټینګار کوي چې د قانون له مخې له جبران پرته له خپلو کورونو ایستل غیرقانوني دي او هېڅ اداره حق نه لري چې د دوی استوګنې ته زیان ورسوي.

دوی زیاتوي چې د ښاروالۍ له لوري د ځینو کورونو مهرلاک کول او د وتلو غوښتنه د دوی د اندېښنو لامل شوې او د ګڼو کورنیو ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

په دغه ښارګوټي کې شاوخوا ۸ بلاکونه جوړ شوي چې له مخې یې ۶۱۶ کورنۍ پکې مېشتې دي.

اوسېدونکي وایي چې د ستونزو د حل پر ځای، روان وضعیت د پانګوالو او ښاري اوسېدونکو لپاره بې‌باوري زیاته کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here