دوشنبه, اپریل 27, 2026
Home Blog Page 185

د وینزویلا د کورنیو چارو وزیر:د نیکولاس مادورو د نیولو پر مهال د امریکا په عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي

0

د وینزویلا د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی چې د نیکولاس مادورو د نیولو لپاره د امریکا د پوځي عملیاتو پر مهال لږ تر لږه ۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، د وژل شویو ډېره برخه د مادورو امنیتي ځواکونه وو چې په خپل‌سري ډول په نښه شوي دي.

تر دې مخکې وینزویلايي چارواکو د تلفاتو شمېر تر ۴۰ زیات ښودلی و.

امریکا د روانې اوونۍ د شنبې په شپه په یوه پوځي عملیاتو کې مادورو او د هغه مېرمن نیولي او د محاکمې لپاره یې نیویارک ته لېږدولي دي.

دغه اقدام پراخ غبرګونونه راپارولي او ځینو هېوادونو او د بشري حقونو سازمانونو دا د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بللې ده.

له پېرلو تر پوځي ګواښ؛پر ګرینلینډ د امریکا خطرناک بحث

0

ارمان افغان؛ حماسه میډیا

د امریکا مرستیال ولسمشر جي‌ډي وانس ویلي چې ګرینلنډ د امریکا او اروپا د توغندیزې دفاع لپاره ستراتېژیک او «حیاتي» اهمیت لري، خو په وینا یې ډنمارک او اروپايي متحدینو د دې سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره کافي پانګونه او جدي اقدامات نه دي کړي.

وانس فاکس نیوز ته په مرکه کې ټینګار وکړ چې د احتمالي روسي یا چینايي توغندیز ګواښ پر وړاندې د لویدیځ د دفاع مهم بنسټونه پر ګرینلنډ ولاړ دي.

هغه وویل: «که خدای مه کړه پر اروپا یا امریکا اټومي برید وشي، ګرینلنډ د دفاع په لومړۍ کرښه کې ولاړ دی.»

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې امریکايي چارواکي د ګرینلنډ د پېرلو پر احتمالي وړاندیز «فعاله» خبرې کوي؛ هغه څرګندونې چې د ناټو د یوه غړي، ډنمارک، سخت غبرګون یې پارولی.

کوپنهاګن خبرداری ورکړی چې د ګرینلنډ الحاق یا پوځي ګواښ به د ناټو د یووالي لپاره جدي زیانمن تمام شي.

په مقابل کې، ډنمارک او ګرینلنډ یو ځل بیا ټینګار کړی چې ټاپو د پلور وړ نه دی.

د فرانسې، بریتانیا، جرمني، ایټالیا، پولنډ، هسپانیې او ډنمارک مشرانو په ګډه اعلامیه کې د ډنمارک ملاتړ اعلان کړی او ویلي یې دي چې د ګرینلنډ په اړه پرېکړه یوازې د ګرینلنډ د خلکو او ډنمارک حق دی.

دوی همداراز د ملګرو ملتونو د منشور پر حاکمیت او د سرحدونو پر نه‌ماتېدونکي اصل ټینګار کړی.

د ګرینلنډ یو استازی په ډنمارکي پارلمان کې د امریکا څرګندونې «ښکاره ګواښ» بللي، خو ویلي یې دي چې واشنګټن به ښايي پرلپسې فشارونه زیات کړي.

په سیمه کې ځینې اوسېدونکي بیا وايي، د اقلیم بدلون او د یخ وېلې کېدل د دوی د ژوندانه تر ټولو ستره ستونزه ده.

ګرینلنډ د شمالي امریکا او قطب ترمنځ موقعیت لري، د امریکا د پیتوفیک فضا اډه پکې فعاله ده او د نایابه منرالونو او انرژۍ د زېرمو له امله یې نړیوال اهمیت لا زیات شوی دی.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت:د ځينو وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې شوې

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو عمومي ریاست اعلان کړی چې د تعرفو کمېټې د بازار د تنظیم او د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه د یو شمېر وارداتي توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړې دي.

د یاد ریاست په وینا، د نوې پرېکړې له مخې د پلاسټيکي څپلۍ او بوټانو ګمرکي تعرفه چې پخوا ۳۰ سلنه وه، اوس ۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

همداراز د پټاکۍ او کاغذباد تعرفه چې تر دې وړاندې ۱۰ سلنه وه، د پام وړ زیاتوالي سره ۸۰ سلنې ته رسېدلې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې د موسمي مېوو لکه ناک، انګور او توت‌زمیني تعرفه هم د کورني حاصلاتو د ساتنې په موخه په موسمي ډول له ۵۰ سلنې څخه ۸۰ سلنې ته لوړه شوې ده.

د مالیې وزارت وایي، دا بدلونونه به د کورني بازار توازن، د ځایي تولیداتو ملاتړ او د غیرضروري وارداتو کنټرول کې مهم رول ولوبوي.

د سچن ټنډولکر زوی؛ارجن ټنډولکر د خپل واده نیټه اعلان کړه

0

د هند د مشهور کرکټر سچن ټنډولکر زوی ارجن ټنډولکر ډیر ژر واده کوي.

د هند د رسنیو له راپورونو سره سم، د ۵۲ کلن سچن ټنډولکر ۲۶ کلن زوی ارجن د خپل ژوند نوې مرحله د مارچ په ۵ مه د خپلې نامزادې سانیه چندوک سره پیلوي.

راپورونه وایي چې دغه واده به د ټنډولکر کورنۍ لپاره یوه یادګاري او د خوشحالۍ ډکه پېښه وي.

د راپورونو په وینا، واده به په ممبۍ کې ترسره شي، ساده او شخصي مراسم به ولري، او یوازې نږدې کورنۍ او ځانګړي دوستان به پکې ګډون کوي.

د یادونې ده چې سانیه چندوک یوه کاروباري ښځه ده او د ممبۍ د مشهور سوداګر روی ګهي لور ده.

ارجن او سانیه د ۲۰۲۵ کال په اګست میاشت کې نامزادي کړې وه.

د شیخ هبت‌الله د حکم پر بنسټ؛په یو شمېر وزارتونو او ادارو کې بدلونونه رامنځته شوي

د طالبانو حکومت د مشر شیخ‌ هبت‌الله اخوندزاده د حکم پر اساس نوې ټاکنې شوي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د اوبو او انرژۍ وزارت مخکنی وزیر ملا عبداللطیف منصور؛ د کلیو بیا رغونې او پراختیا د وزیر په توګه، د کلیو بیا رغونې او پراختیا مخکنی وزیر ملا محمد یونس اخندزاده؛ د اوبو او انرژۍ د وزیر په توګه، د ټولګټو وزارت مخکنی مالي او اداري معین ملا عبدالحق همکار؛ د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس په توګه، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د ځوانانو مخکنی معین قاري محمد یونس راشد؛ د ټولګټو وزارت د مالي او اداري معین په توګه، د افغانستان برېښنا شرکت مخکنی عمومي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر؛ د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو رئیس په توګه ټاکل شوي.

ترکيې؛د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د منځګړيتوب هڅې بندې کړې

هندي رسنۍ راپور ورکړی چې ترکيې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ د ډېپلوماټيکو هڅو له ناکامېدو وروسته خپل منځګړيتوب بند کړی دی.

د نیوز ۱۸ ټلویزیوني شبکې په وینا، انقرې دا پرېکړه وروسته له هغه کړې چې د طالبانو حکومت د پاکستان غوښتنې ونه منلې.

پاکستان د طالبانو له حکومت غوښتي وه چې د تحریک طالبان پاکستان غړي سپارل، د ډيورنډ کرښې ترڅنګ پنځه کیلومتره حایل سیمه جوړول، د ترانزیټي سوداګرۍ کنټرول، پر کابل د اسلام‌اباد د امنيتي برلاسۍ پېژندنه او افغان کډوالو بېړنۍ ستنیدنه شاملې وې.

د طالبانو حکومت دغه ټولې غوښتنې رد کړې او ویلي یې دي چې د ملي حاکميت خلاف دي.

سید اکبر اغا:ډېری مسولینو د قدرت د ساتلو لپاره د استعمار کړۍ ته غاړه ایښې

پخواني طالب چارواکي مولوي سید اکبر اغا ویلي، په اسلامي نړۍ کې نن یوازې د اسلام نوم پاتې دی، خو عملي بڼه یې له جدي ستونزو سره مخ ده.

د نوموړي په وینا، ډېری مسؤلین د قدرت د ساتلو لپاره د استعمار کړۍ ته غاړه ایښې او خپل ملتونه یې له همت او ارادې بې‌برخې کړي دي.

هغه زیاته کړې چې ځینې ملتونه یا د غفلت په خوب ویده دي، یا یې د حق ویلو توان له لاسه ورکړی او یا یې د دنیايي تاوان له وېرې چوپتیا غوره کړې ده.

سید اکبر اغا ویلي چې دا د افسوس ځای دی چې سپېڅلی جهاد د بربریت په نوم یادېږي، خو د بادارانو په اشاره هر ډول ناحقه مقابلې ته چمتووالی ښودل کېږي.

د هغه په خبره، هغه جګړې چې د اسلام پر ضد وي، مالي لګښت یې همدا اسلامي هېوادونه پر غاړه اخلي او په دې توګه د جهاد سپېڅلی مفهوم تر پوښتنې لاندې راوستل شوی دی.

ایران کې لاریونونه؛لاریون کوونکو د ایران ۳۲ امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

0

په ایران کې د بې‌کچې ګرانۍ پر ضد احتجاجونه نور هم تاوده شوي دي.

فارس خبري اژانس ویلي، د ایران په لردګان ښار کې مظاهره‌چیانو پر پولیسو ډزې کړي، چې له امله یې ۲ امنیتي کسان وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.

مظاهره‌چیانو د ښار د والي دفتر او نورو حکومتي ودانیو ته هم زیان رسولی.

ایران کې دا مظاهرې له ۱۱ ورځو راهیسې روانې دي، او د جګړو پر مهال د مړو شمیر ۳۵ ته رسیدلی دی.

راپورونه وایي چې په بېلابېلو ښارونو کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان نیول شوي او ۲۹۵ امنیتي ځواکونه ټپیان شوي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت امریکا او اسرائیل د ایران په داخلي چارو کې د مداخلې او تشدد هڅو په تور تورن کړي دي.

بالیووډ؛کترینه کیف او وکي کوشل د خپل لومړني ماشوم نوم رسنیز کړ

0

د باليووډ مشهورې جوړې، کترینه کیف او وکي کوشل، د خپل زوی د نوم اعلان وکړ.

د دوی لومړی ماشوم د تیر کال د نومبر په ۷ مه زېږېدلی و، او دوه میاشتې وروسته، د جنورۍ په ۷ مه دوی خپل زوی په رسمي ډول معرفي کړ.

کترینه کیف او وکي کوشل په انسټاګرام کې د خپل زوی لومړنی انځور شريک کړی او ویلي چې د دوی د زوی نوم «ویهان کوشل» دی.

په پوسټ کې دوی لیکلي: «زموږ د رڼا کرن، ویهان کوشل، دعاوې مو منل شوې، ژوند مو ډیر ښکلی شو، زموږ نړۍ په یوه شېبه کې بدله شوه.»

د یادونې وړ ده چې کترینه کیف او وکي کوشل د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په ۹ مه په راجستان کې په یو ساده او شخصي مراسمو کې واده کړی و، چې یوازې د کورنۍ غړو او نږدې ملګرو یې پکې ګډون کړی و.

ډونالډ ټرمپ:امریکا یوازینی هېواد دی چې چین او روسیه ترې وېره لري

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا یوازینی هېواد دی چې چین او روسیه ترې وېره لري.

نوموړي ادعا کړې چې که امریکا د ناټو غړی نه وای؛ نو دا پوځي تړون به بې‌اغېزې و او روسیې او چین به ترې هېڅ ویره نه لرله.

ټرمپ ویلي، د ده له راتګ مخکې د ناټو ډېری غړو هېوادونو خپل پوځي لګښتونه نه پوره کول؛ خو ده هغوی دې ته اړ کړل چې دفاعي لګښتونه زیات کړي.

هغه یو ځل بیا ادعا کړې چې اته جګړې یې پای ته رسولې او میلیونونه ژوندونه یې ژغورلي دي.

د امریکا ولسمشر همداراز ویلي چې که د ده مداخله نه وای؛ نو روسیه به پر ټول اوکراین واکمنه شوې وای، او ټینګار یې کړی چې که څه هم شک لري ناټو به د اړتیا پر مهال د امریکا ملاتړ وکړي؛ خو امریکا به تل د ناټو تر څنګ ولاړه وي.