د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي، ویلي چې د ۲۱مې پېړۍ اړتیا دا ده چې هېوادونه د جګړو پر ځای اقتصادي ودې، پانګونې او ګډو همکاریو ته لومړیتوب ورکړي.
حنفي په کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ د پنځم ملي او نړیوال نندارتون د پرانیستې پر مهال ویلي، د اوسني عصر ستونزې د جګړې له لارې نه، بلکې د پرمختګ، رغونې او اقتصادي همکارۍ له لارې حل کېدای شي.
هغه زیاته کړی، «اسلامي امارت» هڅه کوي له نورو هېوادونو سره د متقابل درناوي، سولهییز تعامل او د یو بل په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې پر بنسټ اړیکې پراخې کړي.
د نوموړي په وینا، د صنعتکارانو او پانګهوالو لپاره د اسانتیاوو برابرول د دې لپاره دي چې افغانستان ورو ورو له وارداتو متکي اقتصاد څخه پر تولیدي او صادراتي اقتصاد بدل شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغانستان لا هم د اقتصادي ستونزو، محدودې پانګونې او د کورني تولید د کمښت له ننګونو سره مخ دی.

