پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Homeافغانستاند افغانستان د سنوکر فدراسیون پخوانی رئیس:وحید اصغري د نامعلومه کسانو لخوا...

د افغانستان د سنوکر فدراسیون پخوانی رئیس:وحید اصغري د نامعلومه کسانو لخوا ووژل شو

د راپورونو له مخې، د افغانستان د سنوکر فدراسیون پخوانی رئیس وحید اصغري تر تښتول کېدو وروسته وژل شوی او جسد یې کورنۍ ته سپارل شوی دی.

سرچینې وايي، نوموړی د روانې اوونۍ د سه‌شنبې په ورځ د کابل ښار د قلعه فتح‌الله له سیمې څخه، د خپل کور ته څېرمه د نامعلومو کسانو له لوري تښتول شوی و.

د معلوماتو پر بنسټ، د هغه جسد نن ورځ د عدلي طب له لوري کورنۍ ته وسپارل شو.

وحید اصغري د افغانستان د سنوکر فدراسیون د رئیس په توګه کلونه فعالیت کړی و او د دې ورزشي برخې له پېژندل شوو څېرو څخه ګڼل کېده.

تر اوسه د دې پېښې د عاملینو او انګېزو په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here