د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس داورون وهابوف ویلي، چې د روان کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد د صادراتو کچه ۵۵۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې چې افغانستان د ازبکستاني توکو لپاره په چټکۍ سره د پراخېدونکي بازار بڼه غوره کړې ده.
د هغه په وینا، د صادراتو کچه په میاشتني ډول هم زیاتوالی ښيي؛ د جنورۍ په میاشت کې ۱۱۷ میلیونه ډالر وه، چې د اپرېل په میاشت کې ۱۶۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شوې ده.
راپورونه ښيي چې د دغو صادراتو لویه برخه خوراکي توکي جوړوي، چې یوازې د خوراکي موادو کچه ۱۳۸ میلیونه ډالره ښودل شوې ده.
په دې کې د نباتي غوړیو، هګیو او ژوندیو چرګانو صادرات تر ټولو زیات دي.
ازبکستاني چارواکي وایي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅې روانې دي او تمه کېږي چې د کال تر پایه به د سوداګرۍ کچه نوره هم لوړه شي.

