راپورونه وایي، ترکیه، سوریه، اردن او سعودي عربستان د یوې نوې سیمهییزې پروژې په اړه خبرې کوي چې هدف یې د تاریخي “حجاز رېل پټلۍ” بیا احیا او عصري کول دي.
دا پروژه غواړي د ترکیې د اناضول له سیمې څخه تر مقدسو اسلامي ښارونو پورې یو نوی رېل دهلیز جوړ کړي.
دا رېل پټلۍ لومړی ځل نږدې ۱۲۶ کاله مخکې د عثماني دورې د سلطان عبدالحمید دوهم له خوا پیل شوې وه.
هغه دا پروژه خپل “لوی خوب” باله، ځکه چې د هغه وخت لپاره یې د دمشق او مدینې منورې ترمنځ مهمه ترانسپورتي او اقتصادي اړیکه رامنځته کړه.
اوس د نوې طرحې له مخې، پلان دا دی چې د معاصرې ټکنالوژۍ په کارولو سره دغه تاریخي مسیر بیا فعال شي او له استانبوله تر ریاض پورې یو اوږد رېل دهلیز جوړ شي.
دا لاره به د سوریې او اردن له لارې تېره شي او د سیمې د ترانسپورتي شبکو مهمه برخه به وګرځي.
دغه نوی رېل دهلیز به له ۳ زره کیلومترو څخه زیات اوږدوالی ولري او د آسیا او اروپا ترمنځ به د یو ستر ترانزیتي پل په توګه عمل وکړي.
د دې پروژې له لارې به د مسافرو او سوداګریزو توکو د لېږد نوې اسانتیاوې رامنځته شي.

اقتصادي کارپوهان وایي چې د رېل پټلۍ کارول د اوږده واټن د ترانسپورت لګښت کموي او د سوداګرۍ حجم زیاتوي.
همداراز، دا پروژه د حج او عمرې د سفرونو د اسانتیا ترڅنګ د سیمهییزې همغږۍ لپاره هم مهمه بلل کېږي.
شنونکي بیا دا پروژه یوازې د ترانسپورت نه، بلکې د جیوپولیتیک او اقتصادي نفوذ د سیالۍ یوه برخه ګڼي.
د دوی په باور، ترکیه هڅه کوي خپل تاریخي میراث له عصري لوجستیکي ستراتیژیو سره ونښلوي او د منځني ختیځ په سیمهییزو ترانسپورتي ممرونو کې خپل رول پیاوړی کړي.
که څه هم دا پروژه لوی اقتصادي او ستراتیژیک فرصتونه لري، خو د بېلابېلو هېوادونو د ملي ګټو توپیر او د سترې پانګونې اړتیا ممکن د هغې د عملي کېدو بهیر ورو کړي.

