د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو چې دا مهال ایټالیا ته په سفر تللی، ویلي چې امریکا به هېڅکله دا ونه مني چې د هرمز تنګي کنټرول دې د ایران په لاس کې وي.
هغه زیاته کړې، نړیواله ټولنه هم په دې سلا ده چې ایران ته د اټومي وسلو ترلاسه کول د منلو وړ نه دي.
روبیو د لبنان د وضعیت په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې واشنګټن غواړي د لبنان مشروع حکومت پیاوړی وي، خو د ده په وینا حزبالله د دې بهیر پر وړاندې خنډ دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې حزبالله په بشپړه توګه د ایران نیابتي ځواک دی او پرته له تهران څخه دوام نه شي کولی.
نوموړي همداراز ویلي، امریکا هڅه کوي د حزبالله مالي سرچینې بندې کړي او د دې ډلې د تمویل مخه ونیسي.

