د پاکستان د جمعیت علماء اسلام مشر مولانا فضل الرحمن د ګوند یو بل غړی هم په ډزو ووژل شو.
د راپورونو له مخې، د دغه ګوند یاد غړی مولانا عبدالحق د جنوبي پښتونخوا په خانوزیو سیمه کې د نامعلومه وسله والو لخوا هدف ګرځول شوی دی.
تر اوسه د دغه برید مسولیت کومې ډلې پرغاړه نه دی اخیستی.

