د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي چې د طالبانو حکومت پر وړاندې د پوځي مبارزې ملاتړ نه کوي او باور لري چې جګړه د افغانستان ستونزې نه شي حل کولی، بلکې لا زیاتې ستونزې او کړاوونه رامنځته کوي.
نوموړي له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې ویلي چې له اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لاره د دواړو لورو ترمنځ سیاسي توافق او همغږي ده.
د هغه په وینا، طالبان باید د هغو ژمنو عملي کولو ته ژمن پاتې شي چې د دوحې په هوکړه کې یې کړې وې.
اتمر زیاتوي چې که څه هم سیاسي جریانونه اختلافات لري، خو ځینې ډلې د بیا منسجم کېدو او سیاسي فعالیت د پیاوړتیا هڅې کوي او په دې برخه کې یو ډول تحرک لیدل کېږي.
نوموړي ویلي چې افغانان له جګړو ستړي شوي او سوله غواړي، خو په عین حال کې نه غواړي چې هېواد یې د یوې ځانګړې ډلې تر انحصار لاندې وي.
هغه پاکستان ته په اشارې ویلي چې که څه هم په دواړو هېوادونو کې سیاسي بدلونونه راغلي، خو د افغانستان په اړه د پاکستان سیاسي او استخباراتي دریځ لا هم د منفي رول له تداوم سره مخ دی.
اتمر ټینګار کړی چې پاکستان نه شي کولای په افغانستان کې د حکومتونو بدلونونه رامنځته کړي او په وینا یې هېڅ افغان سیاسي یا مخالفه ډله باید په بهرنیو ملاتړونو تکیه ونه کړي.

