په تبعید کې د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ سازمان «نی» ویلي چې په وروستیو ورځو کې د هېواد د ځینو خبریالانو نیول د رسنیو د ازادۍ په برخه کې جدي اندېښنې راپورته کړې دي.
دغه سازمان په یوه خپره کړې اعلامیه کې د طالبانو حکومت لخوا د طلوعنیوز د خبریالانو منصور نیازی او عمران دانش، او د «پیگرد» خبري آژانس د مسؤل جاوید نیازي د نیولو یادونه کړې او د دوی د ژر خوشې کېدو غوښتنه یې کړې ده.
په اعلامیه کې له ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې غوښتنه شوې چې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره له اړوندو چارواکو سره اړیکه ونیسي او د هغوی د خوشې کېدو لپاره عملي اقدامات ترسره کړي.
«نی» د خبریالانو نیول د رسنیو پر وړاندې یو تکراري چلند بللی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته د رسنیو پر کارکوونکو فشارونه زیات شوي دي.
دغه سازمان ادعا کړې چې په تېرو کلونو کې ګڼ شمېر خبریالان د نیونو او لنډمهاله بند له مواردو سره مخ شوي، چې دا حالت د خبریالۍ پر ازاد چاپېریال منفي اغېز لري.

