پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 124

هیله نجیب:د طالبانو حکومت د افغان ښځو په محرومولو هېواد اقتصادي ناورین ته بیايي

‏د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب‌الله لور، هیله نجیب، د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو حکومت پر سختو محدودیتونو د نیوکې په توګه ویلي چې په افغانستان کې ښځې یوازې د جنسیت له امله له کار، زده‌کړو او ټولنیز فعالیت څخه محرومې شوې دي.

نوموړې ټینګار کړی چې دې وضعیت زرګونه کورنۍ له جدي اقتصادي کړکېچ سره مخ کړي، او یادونه یې کړې چې یو شمېر ښځې د ژوند د لګښتونو د پوره کولو لپاره اړ دي خپل هویت پټ کړي او د هلکانو په جامو کې کار ته ووځي.

هیله نجیب د پوښتنې په شکل ویلي، چې طالبان څنګه د ملت د ګټو دعوه کوي، حال دا چې د خپلو خلکو پر ځای بهرنیانو ته لومړیتوب ورکوي.

هغې ویلي هغه ځواک چې د خپل ولس حقونه قرباني کړي، هېڅکله نه شي کولای ملي ګټې خوندي کړي، او خبرداری یې ورکړی چې د افغان ښځو پرله‌پسې محرومیت به هېواد له ژور ټولنیز او اقتصادي ناورین سره مخ کړي.

یوناما:د دوحې پروسې د مخدره موادو او خصوصي سکتور کاري ډلې غونډې په کابل کې ترسره شوې

د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندویه ماموریت (یوناما) تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو حکومت یو شمېر چارواکو سره په نوې ناسته کې یې د دوحې پروسې د مخدره موادو او خصوصي سکتور د کاري ډلو غونډه ترسره کړې.

یوناما ویلي، دا غونډه د فبرورۍ په ۳ او ۹ نېټه په کابل کې شوې او پکې د غړو هېوادونو، نړیوالو سازمانونو استازو، د طالبانو حکومت استازو او متخصصینو ګډون درلود.

راپور کې راغلي، د مخدره موادو د کاري ډلې په غونډه کې د هغو هڅو خبرې وشوې چې د طالبانو حکومت او نړیوالې ټولنې لخوا د هغو افغانانو لپاره ترسره کېږي چې عواید یې د کوکنارو کرلو او نشه‌یي توکو له غیرقانوني سوداګرۍ پورې تړلي وو.

په غونډه کې د نشه‌یي توکو د کارونې مخنیوي، درملنې او د نشه‌یي توکو د تولید او سوداګرۍ پر وړاندې د قانون د تطبیق هڅې هم بحث شوي.

یوناما زیاته کړې، د خصوصي سکتور کاري ډلې په غونډه کې د دندو پیدا کولو، سوداګرۍ پراختیا، د ښځو په ګډون د خصوصي سکتور کې ګډون، مالي اسانتیاوې، بانکي او مالي بنسټونه او د بازار سره د مدغم کیدو هڅې تر بحث لاندې راغلې.

راپور وایي، یادې کاري ډلې د دوحې د ځانګړو استازو د درېیمې غونډې د سپارښتنو په اساس رامنځته شوي، ترڅو د طالبانو حکومت سره د همغږې، منظمې او اغېزمنې همکارۍ لړۍ پر مخ یوسي.

یونان؛د کډوالو د کښتۍ چپه کېدو له امله ۱۵ افغانان اوبو کې ډوب شوي

په یونان کې د کډوالو یوه کښتۍ د سمندر په ژورو کې ډوبه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۵ افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، او د ۲۴ نورو کسانو په ګډون ۱۱ ماشومان ژغورل شوي دي.

د یونان د سمندري ځواکونو پخ وینا، کښتۍ د شپې په تیاره کې پرته له څراغونو حرکت کاوه او د ګزمې کښتۍ خبرداریو ته یې پام نه کاوه چې له امله یې کښتۍ غرقه شوه.

په همدې تړاو، یوناني محکمې د مراکش د یوه وګړي د نیولو حکم هم صادر کړی، چې د چارواکو په باور د دې خطرناک سفر تنظیموونکی و.

یونان د اروپا یوې اصلي کډوالۍ لارې په توګه ګڼل کېږي، او هر کال زرګونه کډوال د خطرناکو سمندري لارو له لارې هڅه کوي ځانونه دې هېواد ته ورسوي.

ملاله یوسفزۍ:د افغان نجونو د زده کړو پر وړاندې د طالبانو حکومت روان وضعیت خطرناک دی

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د نجونو د زده‌کړو نړیواله فعاله، ملاله یوسفزۍ وایي، چې د افغانستان اوسنی وضعیت د ښځو او نجونو لپاره بې‌ساری کړکېچ دی او نړیوال باید د طالبانو د حکومت پر پالیسۍ سترګې پټې نه کړي.

ملالې یوسفزۍ په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې د طالبانو حکومت په سیستماتیک ډول د نجونو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل د اسلام له اصلي پیغام سره هېڅ تړاو نه لري.

د هغې په وینا، پوهه د دین یوه اساسي برخه ده او هېڅوک نه شي کولی د دین تر نوم لاندې نجونې له زده‌کړو منع کړي.

نوموړې ټینګار کړی، چې سره له سختو محدودیتونو افغان نجونې لا هم د زده‌کړو لپاره مبارزه کوي او په پټو یا انلاین لارو خپل تعلیم ته دوام ورکوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د یوناما په کوربه‌توب د دوحې پروسې د خصوصي سکتور ناسته په کابل کې ترسره شوه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دوحې پروسې د خصوصي سکتور د کاري ډلې درېیمه ناسته د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت (یوناما) په کوربه‌توب یې د کابل په ګرینډ هوټل کې په حضوري او انلاین بڼه ترسره کړې.

حافظ ضیاء احمد تکل په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، په دې ناسته کې د افغانستان “اسلامي امارت” د بهرنیو چارو، مالیې، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د افغانستان بانک استازو ګډون کړی و.

د هغه په وینا، سربېره پر دې د یوناما، د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو، نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو، د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو، استازو او ډیپلوماټانو هم په حضوري او انلاین ډول برخه اخیستې وه.

تکل زیاته کړې، چې ناسته په دوو برخو ویشل شوې وه؛ لومړۍ برخه د ودې او شمولیت او دویمه برخه د همغږۍ او شفافیت پر موضوعاتو متمرکزه وه.

هغه ویلي، د “اسلامي امارت” استازو د حکومت له حاکمیت وروسته خپلې لاسته راوړنې او پرمختګونه شریک کړل، او ګډونوالو هم د خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره د دوامدارې همکارۍ ژمنتیا څرګنده کړه او پر لا ډېرې همغږۍ یې ټینګار وکړ.

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي؛د یو شمېر مهمو مسایلو د حل په موخه مسقط ته ولاړ

0

د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي علي لاریجاني، د رسمي سفر په موخه د عمان پلازمېنې مسقط ته تللی دی.

د ایران دولتي تسنیم خبري اژانس ویلي، په دې سفر کې به د سیمې او نړۍ وروستي سیاسي او امنیتي بدلونونه وڅېړل شي او دواړه لوري به د ایران او عمان ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث او سلا مشورې وکړي.

پاکستاني پوځ؛په نوشکي کې د بلوچ ازادي غوښتونکي غورځنګ مشر بشیر زیب پلرنی کور په بمونو الوځولی

0

پاکستاني پوځ د روانو امنیتي عملیاتو پر مهال د بلوچ ازادي غوښتونکي پوځ (BLA) د مشر بشیر زیب بلوچ پلرنی کور د نوشکي په احمد وال سیمه کې د چاودېدونکو توکو په وسیله له منځه وړی.

ځایي سرچینو ویلي، ښار ته ټانکونه او زغروال موټر داخل شوي او پر ټول ښار ګرځبندیز لګېدلی، دوکانونه تړل شوي او خلکو ته امر شوی چې په کورونو کې پاتې شي.

دا پېښه وروسته له هغې شوې چې BLA د جنورۍ په ۳۱مه د “Operation Herof” اعلان کړی و او ادعا یې کړې وه چې څو ورځې یې د نوشکي په ګډون څو نورې سیمې تر خپل کنټرول لاندې ساتلې وې، او پاکستاني پوځ ته یې په پراخه کچه مرګ ژوبله اړولې وه.

راشد خان:موږ هم هیله لرو چې یوه ورځ افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي لوبډله ولري

د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان ویلي، هیله لري چې په نږدې راتلونکي کې افغانستان د ښځو ملي کرېکټ لوبډله ولري او نړیوالو سیالیو ته یې واستوي.

راشد خان د یکشنبې په ورځ، د شل اوریز نړیوال جام د پرانیست غونډې تر مخه، د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «هو، بالکل. موږ غواړو افغانستان د ښځو ټیم ولري، ځکه دا د نړیوال کرېکټ شورا له مهمو معیارونو څخه هم دی.»

هغه زیاته کړې چې د ښځو د ټیم جوړول د افغانستان د کرېکټ بورډ او د نړیوال کرېکټ شورا پورې تړلې موضوع ده، خو ټینګار یې وکړ چې لوبغاړي غواړي هر افغان استازی، که نارینه وي که ښځه، په نړیوال ډګر کې وویني.

راشد خان په خپلو خبرو کې دا هم ومنله چې د لوبغاړي په توګه ډېر واک نه لري او اصلي پرېکړې د لوړو چارواکو په لاس کې دي.

نوموړي وویل: «موږ یوازې کولی شو ملاتړ وکړو، خو وروستۍ پرېکړه هغه کسان کوي چې واک لري.»

امریکايي محکمې؛د افغانانو د اېس‌ای‌وي ویزو د ارزونې د بیا پیل امر کړی

د کډوالو سره د مرستې نړیوال سازمان ویلي، د امریکا یوې فدرالي محکمې د ټرمپ ادارې ته امر کړی چې د افغان کډوالو د ځانګړې کډوالۍ «اېس‌ای‌وي» ویزو د غوښتنلیکونو ارزونه بې‌ له ځنډه بیا پیل کړي.

د واشنګټن ډي‌سي قاضي تانیا چاټکان ویلي، د دغو دوسیو ځنډول د کانګرس او د محکمې د پخوانیو حکمونو خلاف عمل دی.

که څه هم پر افغانانو د امریکا د سفر بندیز لا هم پر ځای دی؛ خو محکمې ټینګار کړی چې د هغو افغانانو د ویزو ارزونه باید دوام ومومي چې له امریکايي ځواکونو سره یې کار کړی او کلونه یې د پرېکړې انتظار ایستلی دی.

د پاکستان حکومت:د سریلنکا ولسمشر شهباز شریف ته د هند–سریلنکا د کرکټ لوبې د ګډون بلنه ورکړې

0

د پاکستان حکومت ویلي، د سریلنکا ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټلیفوني تماس کې هیله څرګنده کړې چې د کولمبو په کوربتوب د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ کې ګډون وکړي.

د پاکستان د حکومت د معلوماتو له مخې، شهباز شریف د سریلنکا له ولسمشر څخه مننه کړې چې دغه هېواد په سختو شرایطو کې هم له پاکستان سره د کرکټ لوبې نه دي لغوه کړې.

هغه ویلي، دا بلنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزشي او دوستانه اړیکو څرګندونه ده او پاکستان یې د رد نیت نه لري.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او هند ترمنځ دغه مهمه لوبه د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه ترسره کېږي او د کرکټ مینه‌وال یې له نږدې څاري.