پنجشنبه, اپریل 23, 2026
Home Blog Page 125

د پاکستان حکومت:د سریلنکا ولسمشر شهباز شریف ته د هند–سریلنکا د کرکټ لوبې د ګډون بلنه ورکړې

0

د پاکستان حکومت ویلي، د سریلنکا ولسمشر د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ټلیفوني تماس کې هیله څرګنده کړې چې د کولمبو په کوربتوب د هند او پاکستان ترمنځ د کرکټ نړیوال جام سیالۍ کې ګډون وکړي.

د پاکستان د حکومت د معلوماتو له مخې، شهباز شریف د سریلنکا له ولسمشر څخه مننه کړې چې دغه هېواد په سختو شرایطو کې هم له پاکستان سره د کرکټ لوبې نه دي لغوه کړې.

هغه ویلي، دا بلنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزشي او دوستانه اړیکو څرګندونه ده او پاکستان یې د رد نیت نه لري.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان او هند ترمنځ دغه مهمه لوبه د فبرورۍ په ۱۵مه نېټه ترسره کېږي او د کرکټ مینه‌وال یې له نږدې څاري.

د سپوږمکۍ ډېټا له لارې د پراختیایي پروژو نوې څارنه؛حمدالله محب د نوښتګر تړون اعلان وکړ

د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب خبر ورکړی چې د اوربیټ ورکس شرکت د ابوظبۍ د پراختیایي صندوق سره یې یو نوښتګر تړون لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د سپوږمکۍ معلومات د پراختیایي پروژو د څار لپاره کارول کېږي.

نوموړي د حکومتونو په نړیواله سرمشریزه کې وویل، دا ټکنالوژي به حکومتونو او تمویل کوونکو ته دا امکان ورکړي چې د پروژو حالت، خطرونه او اغېزې په دقیق او ریښتیني وخت کې وارزوي.

د ده په وینا، دا نوې لاره به د شفافیت او حساب ورکونې کچه لوړه کړي، په ځانګړي ډول په هغو هېوادونو کې چې د جګړو او اداري کمزورۍ له ستونزو سره مخ دي.

هغه ویلي، د افغانستان په څېر هېوادونو کې، چې کلونه ناامنۍ او اداري ستونزو پرمختګ ټکنی کړی، نوې ټکنالوژۍ کولی شي د باور فضا بېرته را ژوندۍ کړي.

جابر نعماني:زمونږ نظام د معاملې له لارې نه دی راغلی او د امتیازونو لپاره یې بقا نه ده تضمین شوې

د طالبانو حکومت یوه استخباراتي چارواکي جابر نعماني، د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د دفاعي پوهنتون د فراغت‌غونډې مراسمو کې ویلي، چې نظام یې د معاملې په ترڅ کې نه دی راغلی.

ښاغلي نعماني دغه راز زیاته کړه د هیڅ سیاسي او فردي امتیاز لپاره ددې نظام بقا نه ده تضمین کړې.

هغه ویلي چې مجاهدین ورونه دې عوامل او د زوال علتونه مطالعه کړي، ځکه چې دا کیسه خورا مهمه ده.

نوموړي دغه راز خلکو ته ډاډ ورکړی چې د «اسلامي امارت» د مشرانو پر اخلاص، وفا او صداقت مطمئین اوسئ.

پت فالون:د ایران خلک د ازادۍ مستحق دي او تهران ته د اټومي وسلو اجازه نه ورکول کېږي

0

د امریکا د استازو په مجلس کې د جمهوري‌پال ګوند غړي پت فالون په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه‌یي د مطلق شر بشپړ سمبول دی او د ایران خلک د ازادۍ مستحق دي.»

نوموړي ټینګار کړی چې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې ټول انتخابونه پر مېز دي او زیاته کړې یې ده چې د ایران حکومت ته هېڅکله اجازه نه شي ورکول کېدای چې اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.

په ورته وخت کې ۲۵ تنه ایراني ډاکتران او د روغتیايي سکتور فعالان، چې دننه او بهر مېشت دي، په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته ویلي، چې د ایران خلک نور د مذاکراتو او اصلاحاتو غوښتنه نه کوي، بلکې د اوسني اخوندي نظام د پای غوښتونکي دي.

حرم شریفین:د کعبې د کسوه یوه برخه چې پر ځمکه ایښودل شوې، غلط دی

0

وروسته له دې چې د امریکا د عدلیې وزارت د کعبې شریفې د کسوه یوه برخه خپره کړه چې پکې د امریکايي مالي پانګه‌وال، سوداګر، او پر کم عمره نجونو د جنسي تیري په تورونو کې مشهور کس، ته د سعودي عربستان لخوا د امارتي سوداګرې عزیزالاحمدي لخوا ډالۍ شوې وه،؛ تازه د حرم شریفینو ادارې د مسلمانانو لپاره خبرداری ورکړی چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی عکس، چې وايي د کعبې کسوه پر ځمکه ایښودل شوې، واقعیت نه لري.

د یادې ادارې د راپور له مخې، متخصصینو د داخلي ارزونې او د اصلي کسوه د مستندو حوالو پرتله کولو وروسته ویلي، د خپور شوي عکس ټوکر د اصلي کسوه سره مطابقت نه لري.

په راپور کې د عکس د غلطیو اصلي ټکي په دې ډول یاد شوي: د اندازې څرګنده ناسمون، د څنډو او رنګونو نشتون، د حدودو او بڼو ناسمه جوړښت، د نقشونو او موتیفونو توپیر.

دغه ادارې له ټولو مسلمانانو غوښتنه کړې چې دغه عکس د تایید شوي شواهدو په توګه مه خپروئ او مخکې له دې چې خبرې وکړئ، حقیقت ته پام وکړئ.

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې؛نرګس محمدي په ۷ نیم کاله بند سزا محکومه شوې

0

د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د ایران د بشري حقونو فعالې نرګس محمدي وکیل مصطفی نیلي خبر ورکړی، چې د مشهد انقلاب محکمې نوموړې ته د «اجتماع او پټې هوکړې» په تور شپږ کاله او د «تبلیغاتي فعالیت» په تور یو نیم کال بند سزا ورکړې ده.

سربېره پر دې، محکمې پر هغې دوه کاله د هېواد څخه د وتلو بندیز او دوه کاله تبعید د خراسان جنوبي ولایت خوسف ولسوالۍ ته هم حکم کړی دی.

د نرګس محمدي مېړه تقي رحماني دا پرېکړه «بې‌رحمانه» بللې او ویلي یې دي، چې دا درنه سزا یوازې د یوې جنازې په مراسمو کې د ګډون او وینا له امله صادره شوې ده.

د هغه په وینا، محمدي له ۵۹ ورځو راهیسې په بند کې ده او یوازې یو ځل یې له کورنۍ سره د اړیکې اجازه ورکړل شوې ده.

نرګس محمدي تر دې وړاندې ویلي وو چې د ایران قضايي نظام نه مني او یوازې به په علني محکمه کې له ځانه دفاع کوي.

ټرمپ او نتنیاهو ته د ایراني ډاکترانو پرانیست لیک:زموږ وینه مه سپکوئ، خلک نور مذاکره نه غواړي بلکې د اخوندي نظام پای غواړي

0

۲۵ تنه ایراني ډاکتران او د روغتیايي سکتور فعالان، چې دننه او بهر مېشت دي، په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ته ویلي، چې د ایران خلک نور د مذاکراتو او اصلاحاتو غوښتنه نه کوي، بلکې د اوسني نظام د پای غوښتونکي دي.

په دغه لیک کې ټینګار شوی، چې له اوسني ایراني حکومت سره هر ډول خبرې اترې د تویې شوې وینې سپکاوی، د یوه بشپړ نسل د راتلونکې له منځه وړل او د معافیت فرهنګ ته مشروعیت ورکول دي.

لیکوالانو ویلي، چې معافیت له سزا څخه نور هم تاوتریخوالی زیاتوي او د خلکو غوښتنې نه شي پوره کولی.

دوی زیاته کړې، چې د ایران خلک نور د ځنډ حوصله نه لري او د عملي اقدام غوښتنه کوي، نه په راتلونکې کې او نه د بلې مذاکراتي پروسې وروسته، بلکې همدا اوس.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر:د افغانستان ستونزې نړیوال جدي ملاتړ ته اړتیا لري

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج‌الدین مهرالدین له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د امنیتي او اقتصادي ستونزو د حل لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

نوموړي د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، تاجکستان او افغانستان د ګډې پولې په اوږدو کې د امنیت د ټینګښت لپاره ګډ کار کوي، خو په وروستیو میاشتو کې هلته وسله‌وال بریدونه او جنايي فعالیتونه زیات شوي دي.

مهرالدین زیاته کړه، افغان چارواکو تاجکستان ته ډاډ ورکړی چې د دغو پېښو د مخنیوي لپاره به جدي اقدامات کوي او هر ډول سرغړونې به په بشپړ ډول وڅېړي.

هغه همداراز وویل چې تاجکستان د افغانستان د ټولنیز او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره د نړیوالې رغنده همکارۍ ملاتړ کوي او په ۲۰۲۵ کال کې یې افغانستان ته له ۶۰ زره ټنو ډېرې بشري مرستې لېږلې دي.

پاکستان؛نږدې ۲۰,۰۰۰ افغان کډوال چې د امریکا په انتظار پاکستان کې میشت دي، بیرته په جبري توګه افغانستان ته ستنوي

د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې نږدې ۲۰ زره افغان کډوال چې امریکا ته د لېږد په انتظار دي، بېرته افغانستان ته جبري ستانه کړي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت لخوا اړوند ولایتونو، پولیسو او د اسلام آباد کمېشنر ته لارښوونې استول کېږي څو دا کډوال ژر تر ژره بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

دا پریکړه په داسې حال کې شوې چې پاکستان کې افغان کډوال له څلورو کلونو راپدېخوا د نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول امریکا، ته د لېږد په انتظار دي.

همدا رنګه، په وروستیو میاشتو کې هم پاکستاني حکومت څو افغانان چې د امریکا لپاره د انتقال په لیست کې شامل وو، بېرته افغانستان ته جبري ستانه کړي دي.

ایلون ماسک:د لس کلونو په اوږدو کې د انسانانو لپاره په سپوږمۍ کې ښار جوړوم

0

د ټیکنالوژۍ میلیاردر ایلون ماسک ویلي چې د هغه شرکت اسپیس ایکس د انسانانو د مریخ استوګنې پر پلان لږ تمرکز کړی او اوس یې لومړیتوب د سپوږمۍ پر لور بدل کړی.

ایلیون ماسک په خپله ایکس پاڼه اعلان وکړ، چې شرکت یې پلان لري د سپوږمۍ پر سطحه “یو پر ځان وده کونکی ښار” جوړ کړي، چې هغه وایي د دې کار بشپړیدل د مریخ په پرتله په لسو کلونو کې امکان لري، په داسې حال کې چې د مریخ لپاره ورته پلان تر ۲۰ کلونو زیات وخت ته اړتیا لري.

ماسک زیاته کړه: «اصلي لومړیتوب د بشریت د راتلونکي خوندي کول دي، او سپوږمۍ دا کار چټک کوي.

همدارنګه د سي اېن اېن د راپور له مخې، مریخ ته سفر یوازې هغه وخت ممکن دی چې سیارې هر ۲۶ میاشتو کې یو ځل سمون وخوري (شاوخوا شپږ میاشتنی سفر)، خو سپوږمۍ ته هر ۱۰ ورځو کې (د دوه ورځني سفر) توغونې ترسره کېدای شي.»

سره له دې چې ماسک سپوږمۍ ته د پام تمرکز زیات کړی، هغه وویل چې اسپیس ایکس لا هم د مریخ ښار جوړولو ته ژمن دی او پلان لري دا کار په پنځه تر اووه کلونو کې پیل کړي.

د راپور له مخې، ماسک د پلان مهمه برخه د هغه د Starship سیستم کارول دي — چې تر ټولو لوی فضایي بیړۍ او راکټ سیستم دی — ترڅو انسانان سپوږمۍ ته ورسوي. خو دا بیړۍ لا هم د ازموینو په لومړنیو مرحلو کې ده او څو ځله یې په ازموینو کې چاودنې کړې دي.

دا مهال د اسپیس ایکس د سپوږمۍ بیړۍ د NASA د Artemis درېیمې ماموریت لپاره جوړېږي، چې هدف یې د سپوږمۍ پر سطحه د انسانانو کیناستل دي.