د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولين ليويت ویلي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره له ایران سره د ډیپلوماسۍ له لارې د ستونزو د حل ژمنه لري؛ خو په عین حال کې خبرداری ورکوي چې د امریکا پر ګټو هر ډول برید به په پوځي ځواب وځپل شي.
نوموړې زیاته کړې چې واشنګټن له تهران څخه غواړي چې له امریکا سره یوې موافقې ته ورسېږي، او ټینګار یې کړی چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ چمتو دی، که اړتیا شي، د امریکا پوځي ځواک وکاروي.
د سپینې ماڼۍ د وياندې په وینا، د ډیپلوماسۍ دروازې لا هم پرانیستې دي، خو د امریکا امنیتي ګټې او سرتېري به د هر ډول ګواښ پر وړاندې جدي دفاع شي.

