د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان ویلي چې تهران به په هېڅ ډول شرایطو کې امریکا سره د خبرو پر مهال د خپل هېواد له حقونو، ګټو او ملي اصولو شاتګ ونه کړي.
نوموړي په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی چې ایران به د خپلو اساسي دریځونو دفاع ته دوام ورکړي او د فشار یا ګواښونو له امله به خپل موقف بدل نه کړي.
د ایران د ولسمشر په وینا، د واشنګټن سره هر ډول مذاکرات باید د متقابل درناوي پر بنسټ وي او د ایران مشروع حقونه په کې په بشپړه توګه رعایت شي.

