پنجشنبه, جولای 2, 2026
Home Blog Page 11

ذبيح‌الله مجاهد:د پاکستان بريدونو کې لسګونه ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دا “جنایت او وحشت” دی

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، د پاکستان له لوري د پکتیکا د ګیان، د پکتیا د څمکنیو او د کونړ د منورې ولسوالۍ پر سیمو د تېرې شپې ترسره شوي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي.

نوموړي دغه بریدونه “جنایت او وحشت” بللي او ویلي یې دي چې پکې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

د مجاهد په وینا، په دغو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان هوايي بریدونو له امله؛پکتیا او پکتیکا کې درنې مرګ‌ژوبلې

سیمه‌ييزې ځايي سرچینې وايي، د پاکستان پوځ د یکشنبې شپې ناوخته د افغانستان په ختیځو سرحدي سیمو کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

ویل کېږي چې د پکتيکا د ګیان ولسوالۍ او د پکتيا د څمکنیو ولسوالۍ ترڅنګ د کونړ ولایت ځینې سیمې هم په نښه شوې دي.

د سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي او له ۱۰۰ زیات نور ټپیان دي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بازداشت ۴۷ مقام عراقی در عملیات گسترده ضد فساد در منطقه سبز بغداد

در یک عملیات گسترده ضد فساد در عراق، ۴۷ تن از سیاستمداران نمایندگان پارلمان و مقام‌های دولتی در جریان یورش نیروهای امنیتی بازداشت شدند.

به گزارش منابع امنیتی این عملیات در منطقه به‌شدت حفاظت‌شده «منطقه سبز» بغداد انجام شده است جایی که نهادهای حکومتی و سفارتخانه‌های خارجی مستقر هستند.

مقام‌های عراقی گفته‌اند که این بازداشت‌ها بخشی از کارزار تازه دولت به رهبری نخست‌وزیر جدید، علی زیدی برای مقابله با فساد گسترده در ساختار اداری و سیاسی کشور است.

جزئیات بیشتر درباره اتهامات افراد بازداشت‌شده هنوز به‌طور رسمی منتشر نشده است، اما این عملیات یکی از بزرگ‌ترین اقدامات ضد فساد در سال‌های اخیر در عراق توصیف می‌شود.

د طالبانو حکومت:د انټرنېټ بیې پخواني حالت ته راوګرځېدېعام خلک: د دې بيو کموالی زموږ ستونزې نه حلوي

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي، د مخابراتي شبکو د انټرنېټي او مخابراتي پکېجونو بیې بېرته پخواني حالت ته راګرځېدلې دي.

د دغه وزارت ویاند، عنایت‌الله الکوزي، ویلي چې مخابراتي شرکتونو ته تر یکشنبې ورځې مهلت ورکړل شوی و، او اوس یې د پکېجونو بیې د پخوانیو تعرفو له مخې تنظیم کړې دي.

الکوزي له خلکو غوښتي چې ډاډه واوسي او ویلي یې دي، د ټاکل شوي مهلت له پای ته رسېدو وروسته ټولې شبکې د پخوانیو بیو له مخې خدمات وړاندې کوي.

بل لور ته، د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو په دې اړه توند غبرګون ښودلی او ويلي چې د پکېجونو په بیو کې شوی کموالی ډېر محدود دی او د خلکو له اقتصادي وضعیت او تمو سره سمون نه لري.

قیس نوماني ليکلي:«افغان بېسيم چې د بستو تازه ليست نشر کړی، هدف يې د وزير صاحب او د ولس تحقير دی.»

نوموړي زیاته کړې چې خلکو دا لس ورځې هلې ځلې ددې لپاره نه دي کړې، چې قيمت دې پنځه افغانۍ را ټيټ شي.

دغه راز عقاب افغان حنفي لیکلي:«۲ نیمې روپۍ ارزانه شوې بس. دا نه په خوښۍ ارزي او نه د وزیر صیب په جلسې.»

یو شمېر کاروونکي ټینګار کوي چې د انټرنېټ بیې لا هم د خدماتو د کیفیت په پرتله لوړې دي او د پام وړ ارزانه کېدو ته اړتیا لري.

دولت اسرائیل طرح به‌رسمیت شناختن «نسل‌کشی ارامنه» را تصویب کرد

کابینه دولت اسرائیل روز یک‌شنبه به اتفاق آرا طرح به‌رسمیت شناختن کشتار ارامنه در جریان جنگ جهانی اول به‌عنوان «نسل‌کشی» را تصویب کرد؛ اقدامی که برای نهایی شدن، باید به تصویب پارلمان (کنست) نیز برسد.

این طرح به پیشنهاد «گیدئون سعار»، وزیر امور خارجه اسرائیل، ارائه شده است.

وی پس از تصویب آن اعلام کرد که به‌رسمیت شناختن نسل‌کشی ارامنه «یک وظیفه اخلاقی و تاریخی» است و اسرائیل با این تصمیم، حقیقت تاریخی را به رسمیت شناخته است.

اسرائیل تاکنون به‌دلیل ملاحظات سیاسی و روابط با ترکیه، از به‌رسمیت شناختن رسمی این رویداد خودداری کرده بود؛ اما تحلیلگران این تصمیم را در چارچوب تنش‌های فزاینده میان تل‌آویو و آنکارا ارزیابی می‌کنند.

مورخان بر این باورند که در فاصله سال‌های ۱۹۱۵ تا ۱۹۱۶ حدود یک تا یک‌ونیم میلیون ارمنی در امپراتوری عثمانی کشته یا تبعید شدند رویدادی که بسیاری از کشورها و پژوهشگران آن را نخستین نسل‌کشی قرن بیستم می‌دانند اما ترکیه همچنان این توصیف را رد می‌کند.

د طالبانو حکومت:د سعودي عربستان د چورلکې لوېدو خواشيني کړي يوو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان د ارامکو شرکت د چورلکې د لوېدو په پېښه کې د ۱۴ کسانو د مړینې له امله د سعودي حکومت، خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د دغه وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، په اېکس کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغانستان دا پېښه خواشینوونکې بولي او د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي.

نوموړي د وژل شویو کسانو لپاره د رحمت او مغفرت دعا کړې او د هغوی خپلوانو ته یې د صبر او زغم هیله څرګنده کړې ده.

افغانستان او قرغزستان؛د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګډه شورا جوړوي

د قرغزستان په پلازمېنه بیشکک کې د افغانستان او قرغزستان د سوداګرۍ فورم د دواړو هېوادونو د چارواکو او سوداګرو په ګډون ترسره شوی، چې پکې د اقتصادي همکاریو د پراخولو پر لارو چارو خبرې شوې دي.

په قرغزستان کې د طالبانو د حکومت سفارت ویلي، د غونډې پر مهال په بیشکک کې د سفارت سرپرست عبدالشکور حقاني ټینګار کړی چې افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو اقتصادي نوښتونو هرکلی کوي.

د غونډې مهمه لاسته‌راوړنه د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سوداګرۍ شورا د جوړېدو هوکړه‌لیک و، چې موخه یې د خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د ګډو پانګونو همغږي او د اقتصادي پروژو ملاتړ بلل شوی دی.

دا پرمختګ داسې مهال رامنځته کېږي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سیدکریم هاشمي د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ قرغزستان ته سفر کړی دی.

د افغانستان د بدن ښکلا ملي لوبډله؛د سویلي اسیا اتلولۍ لپاره بوتان ته لاړه

د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډله د سویلي اسیا د بدن ښکلا او فټنس د ۱۶م پړاو اتلولۍ سیالیو کې د ګډون لپاره بوتان ته تللې ده.

د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون ویلي، افغان لوبډله به د بوتان په پلازمېنه تیمفو کې د جون په ۳۰مه پیلېدونکو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.

د فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې به د افغانستان له لوري ۱۵ ورزشکاران برخه واخلي او د سیمې له نورو هېوادونو سره به د بېلابېلو وزنونو او کټګوریو په سیالیو کې سیالي وکړي.

د بدن ښکلا ورزش په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ وده کړې، او افغان لوبغاړو په نړیوالو او سیمه‌ییزو سیالیو کې د مډالونو په ګټلو سره د هېواد لپاره د پام وړ لاسته راوړنې ثبت کړې دي.

فرمانده سپاه پاسداران ایران: در صورت ادامه حملات امریکا پاسخ شدیدتر خواهیم داد

سپاه پاسداران انقلاب اسلامی ایران اعلام کرده است که در صورت ادامه حملات ایالات متحده، با «پاسخ‌های شدیدتر و گسترده‌تر» واکنش نشان خواهد داد.

این نهاد نظامی ایران در بیانیه‌ای گفته است که حملات اخیر امریکا به اهداف مرتبط با ایران و منطقه «اقدامات تحریک‌آمیز» بوده و به گفته آن، نیروهای سپاه در پاسخ، حملاتی را علیه مواضع مرتبط با امریکا در منطقه انجام داده‌اند.

در این بیانیه تأکید شده است که هرگونه اقدام جدید از سوی واشنگتن با «پاسخ قاطع و فراتر از محاسبه» روبه‌رو خواهد شد و مسئولیت پیامدهای آن بر دوش طرف امریکایی خواهد بود.

در روزهای اخیر گزارش‌هایی از تبادل حملات موشکی و پهپادی میان دو طرف در منطقه خلیج فارس منتشر شده است موضوعی که نگرانی‌ها درباره افزایش تنش‌ها و تأثیر آن بر امنیت مسیرهای مهم انرژی را افزایش داده است.

معرفی معین جدید تأمینات تکنالوژی و لوژستیک وزارت دفاع حکومت طالبان

مولوی محمد علی جان احمد براساس حکم هبت‌الله آخندزاده، به عنوان معین تأمینات، تکنالوژی و لوژستیک وزارت دفاع حکومت طالبان تعیین و رسماً معرفی شد.

وی امروز طی مراسمی از سوی ملا حمیدالله آخندزاده، معاون اول وزارت دفاع به کارکنان این وزارت معرفی و به کارش آغاز کرد.

در این مراسم مسئولان بر اهمیت ادای مسئولیت‌ها و خدمت صادقانه تأکید کرده و برای مولوی محمد علی جان احمد در انجام وظایف جدیدش آرزوی موفقیت نمودند.

گفتنی است که مولوی محمد علی جان احمد پیش از این به‌عنوان معین هماهنگی جرگه‌ها، اقوام و قبایل در وزارت امور سرحدات اقوام و قبایل ایفای وظیفه می‌کرد.