د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس ملي لوبډله د سویلي اسیا د بدن ښکلا او فټنس د ۱۶م پړاو اتلولۍ سیالیو کې د ګډون لپاره بوتان ته تللې ده.
د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون ویلي، افغان لوبډله به د بوتان په پلازمېنه تیمفو کې د جون په ۳۰مه پیلېدونکو سیالیو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.
د فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دې سیالیو کې به د افغانستان له لوري ۱۵ ورزشکاران برخه واخلي او د سیمې له نورو هېوادونو سره به د بېلابېلو وزنونو او کټګوریو په سیالیو کې سیالي وکړي.
د بدن ښکلا ورزش په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د پام وړ وده کړې، او افغان لوبغاړو په نړیوالو او سیمهییزو سیالیو کې د مډالونو په ګټلو سره د هېواد لپاره د پام وړ لاسته راوړنې ثبت کړې دي.

