یکشنبه, جون 28, 2026
Homeافغانستانافغانستان او قرغزستان؛د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګډه شورا جوړوي

افغانستان او قرغزستان؛د سوداګرۍ د پراختیا لپاره ګډه شورا جوړوي

د قرغزستان په پلازمېنه بیشکک کې د افغانستان او قرغزستان د سوداګرۍ فورم د دواړو هېوادونو د چارواکو او سوداګرو په ګډون ترسره شوی، چې پکې د اقتصادي همکاریو د پراخولو پر لارو چارو خبرې شوې دي.

په قرغزستان کې د طالبانو د حکومت سفارت ویلي، د غونډې پر مهال په بیشکک کې د سفارت سرپرست عبدالشکور حقاني ټینګار کړی چې افغانستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او ګډو اقتصادي نوښتونو هرکلی کوي.

د غونډې مهمه لاسته‌راوړنه د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سوداګرۍ شورا د جوړېدو هوکړه‌لیک و، چې موخه یې د خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا، د ګډو پانګونو همغږي او د اقتصادي پروژو ملاتړ بلل شوی دی.

دا پرمختګ داسې مهال رامنځته کېږي چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سیدکریم هاشمي د یوه سوداګریز پلاوي په مشرۍ قرغزستان ته سفر کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here