پنجشنبه, جولای 2, 2026
Home Blog Page 10

حامد کرزی حملات پاکستان بر مناطق شرقی افغانستان را محکوم کرد

رییس‌جمهور پیشین افغانستان، حامد کرزی حملات هوایی اخیر در ولایت‌های پکتیا، پکتیکا و کنر را به‌گونه شدید محکوم کرده و آن را نقض آشکار حاکمیت ملی کشور خوانده است.

او در پیامی در شبکه اجتماعی «ایکس» تأکید کرده است که هدف قرار گرفتن افراد غیرنظامی هیچ توجیهی ندارد و با اصول و ارزش‌های انسانی در تضاد است.

حامد کرزی همچنین با خانواده‌های قربانیان ابراز همدردی کرده و گفته است که ادامه چنین رویکردهایی به سود هیچ طرفی نیست.

به گفته او، اسلام‌آباد باید به‌جای تنش‌آفرینی، مسیر گفت‌وگو و روابط مبتنی بر احترام متقابل و همسایگی نیک را در پیش بگیرد.

حمدالله فطرت:د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي

د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، ویلي چې د پاکستان د تېرې شپې په هوايي بریدونو کې، چې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونه یې په نښه کړي، تر اوسه ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.

د فطرت په وینا، په پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د مندخېلو په کلي کې تر هغه وروسته چې یوه ملکي کور بمبار شو، د سیمې خلک د ژغورنې لپاره ورټول شول؛ خو سیمه بیا ځلې تر برید لاندې راغله چې له امله یې درنه مرګ‌ژوبله واوښته.

هغه زیاته کړې چې د پکتیکا د ګیان او د کونړ د منورې ولسوالیو په بریدونو کې هم د ملکي وګړو کورونه په نښه شوي او په ټولیز ډول درې استوګنیز کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

حامد کرزی:د پاکستان ګټه به په دې کې وي چې د افغانستان پر وړاندې له دوه ګوني سیاست لاس واخلي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د پکتیا، پکتیکا او کونړ په استوګنیزو سیمو کې د پاکستان د هوايي بریدونو غندنه کړې او هغه یې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض او د نړیوالو اصولو خلاف عمل بللی دی.

کرزي د دغو بریدونو قربانیانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د بېړنۍ روغتیا هیله کړې او له زیانمنو کورنیو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې د پاکستان په ګټه دا ده چې د افغانستان پر وړاندې له دښمنۍ او د افراطیت په اړه له دوه‌ګوني سیاست څخه لاس واخلي او له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې او تعامل ته مخه کړي.

پاکستان:افغانستان کې مو تېره شپه هوايي بريدونو کې د جماعت‌الاحرار ۲۹ وسله وال وژلي

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله ترار ویلي، د دغه هېواد امنیتي ځواکونو د افغانستان په پوله کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ځمکني عملیات او ورپسې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

ترار په اېکس کې لیکلي، دغه عملیات په پاکستان کې د وروستیو امنیتي پېښو، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او کراچۍ کې د رینجرز پر کمپ له بریدونو وروسته ترسره شوي دي.

د هغه په وینا، په دې بریدونو کې د جماعت الاحرار او “فتنه الخوارج” اړوند ۲۹ وسله‌وال وژل شوي دي.

بل لور ته، د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد هم د یکشنبې شپې هوايي بریدونه تایید کړي دي او دا يې د پاکستان بزدلانه وحشت بللی دی.

ښاغلي مجاهد ويلي چې د پاکستان پوځي رژیم ملکي وګړي په نښه کړې او لسګونه کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

خلیلزاد حملات پاکستان به افغانستان را محکوم کرد

زلمی خلیلزاد، نماینده ویژه پیشین امریکا در امور صلح افغانستان حملات هوایی شب گذشته پاکستان به مناطق مرزی افغانستان را به شدت محکوم کرده و آن را نشانه‌ای از تشدید تنش‌ها میان دو کشور دانسته است.

او در پیامی در شبکه اجتماعی ایکس گفته است که این حملات، پرسش‌های جدی را درباره رویکرد اسلام‌آباد در قبال حل اختلافات با کابل از مسیر گفت‌وگو و دیپلماسی ایجاد می‌کند.

خلیلزاد تأکید کرده است که با وجود درخواست‌های مکرر جامعه جهانی و حتی برخی شهروندان پاکستانی برای حل تنش‌ها از طریق مذاکره پاکستان بار دیگر دست به حملات هوایی زده که در نتیجه آن غیرنظامیان آسیب دیده‌اند.

وی همچنین ادعا کرده است که حکومت طالبان برای حل اختلافات با اسلام‌آباد آمادگی نشان داده و برخی پیشنهادها را پذیرفته است اما به گفته او، طرف پاکستانی تاکنون واکنش مثبتی در این زمینه نداشته و این پیشنهادها را رد کرده است.

این واکنش‌ها در حالی مطرح می‌شود که شب گذشته جنگنده‌های پاکستانی شماری از خانه‌های غیرنظامیان را در ولسوالی گیان ولایت پکتیکا ولسوالی څمکنی ولایت پکتیا و ولسوالی منوره ولایت کنر هدف قرار داده‌اند اقدامی که گزارش‌ها از آسیب دیدن غیرنظامیان حکایت دارد.

تفاهم‌نامه ایران و آمریکا و اختلاف‌نظر درباره ضرورت تصویب آن در مجلس ایران

تفاهم‌نامه ۱۴ بندی میان ایران و ایالات متحده که قرار است زمینه را برای دستیابی به یک توافق نهایی طی دو ماه آینده فراهم کند، بحث‌های گسترده‌ای را درباره ضرورت تصویب آن در مجلس شورای اسلامی ایران برانگیخته است.

بر اساس قوانین ایران موافقت‌نامه‌های بین‌المللی باید از سوی رئیس‌جمهور در قالب لایحه به مجلس ارائه شوند.

با این حال، تاکنون هیچ‌یک از مقام‌های ارشد از جمله مسعود پزشکیان، رئیس‌جمهور، و محمدباقر قالیباف رئیس مجلس و رئیس هیئت مذاکره‌کننده ایران درباره لزوم بررسی این تفاهم‌نامه در مجلس موضع‌گیری صریح نکرده‌اند.

در همین حال دیدگاه‌های متفاوتی در میان جریان‌های سیاسی ایران مطرح شده است. علاءالدین بروجردی عضو کمیسیون امنیت ملی و سیاست خارجی مجلس گفته است که تفاهم‌نامه‌ها معمولاً نیازی به تصویب مجلس ندارند.

در مقابل روزنامه کیهان با استناد به قانون اساسی و تفسیر شورای نگهبان تأکید کرده است که متن این تفاهم‌نامه باید پیش از اجرا در مجلس شورای اسلامی بررسی و به تصویب نمایندگان برسد.

ادامه این اختلاف‌نظرها می‌تواند بر روند اجرایی شدن تفاهم‌نامه و مسیر مذاکرات آینده میان تهران و واشنگتن تأثیرگذار باشد.

حملات هوایی پاکستان بر پکتیکا، پکتیا و کنر منجر به کشته شدن ده‌ها غیرنظامی و زخمی شدن بیش از ۱۰۰ تن شد

اردوی پاکستان شب گذشته بار دیگر بخش‌هایی از مناطق مرزی افغانستان از جمله ولسوالی‌های گیان ولایت پکتیکا، څمکنی ولایت پکتیا و بخش‌هایی از ولایت کنر را هدف حملات هوایی قرار داد.

براساس اطلاعات منابع محلی در نتیجه این حملات ده‌ها تن به‌شمول زنان و کودکان، جان باخته و بیش از ۱۰۰ تن دیگر زخمی شده‌اند. منابع می‌گویند احتمال افزایش شمار قربانیان نیز وجود دارد، زیرا وضعیت شماری از زخمی‌ها وخیم گزارش شده و روند شناسایی قربانیان همچنان ادامه دارد.

پاکستان انجام این حملات را تأیید کرده و مدعی شده است که این عملیات مواضع وابسته به گروه «جماعت‌الاحرار» را در ولایت‌های پکتیکا، پکتیا و کنر هدف قرار داده است.

وزارت اطلاعات پاکستان نیز با نشر بیانیه‌ای اعلام کرده که در این عملیات ۲۹ عضو جماعت‌الاحرار کشته شماری دیگر زخمی و مقدار زیادی سلاح و مهمات منهدم شده است.

در مقابل، تصاویری که از محل رویداد منتشر شده و نیز اظهارات منابع محلی نشان می‌دهد که بخش عمده قربانیان را افراد ملکی به‌شمول زنان و کودکان تشکیل می‌دهند.

مقام‌های حکومت طالبان نیز این حملات را تأیید کرده و اعلام کرده‌اند که بیشتر قربانیان غیرنظامیان به‌ویژه زنان و کودکان هستند.

آنان این حملات را محکوم کرده و آن را نقض حاکمیت افغانستان و حمله به مناطق مسکونی دانسته‌اند.

این حملات در حالی صورت گرفته که پیش از این نیز پاکستان چندین بار مناطق مرزی ولایت‌های شرقی افغانستان را هدف حملات مشابه قرار داده بود حملاتی که در موارد گذشته نیز به کشته و زخمی شدن افراد ملکی و وارد شدن خسارات به خانه‌های مسکونی منجر شده بود.

زلمی خلیلزاد:پاکستان د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې کوي او ددې موخو په اړه جدي پوښتنې شته

د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، پاکستان د نړیوالو او د پاکستان د خپلو خلکو له پرله‌پسې غوښتنو سره سره له افغانستان سره د اختلافاتو د حل لپاره د خبرو اترو پر ځای یو ځل بیا د افغانستان پر خاوره برید کړی، چې له امله یې یو شمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.

خلیلزاد په خپله ایکس‌پاڼه ليکلي، چې هغه د افغانانو د ملکي وګړو پر وژنه د پاکستان اقدامات په پرله‌پسې ډول غندلي او نن یې بیا هم دغه دریځ تکرار کړی دی.

نوموړي همدارنګه ویلي، اسلام‌آباد د هغو ډېرو طرحو او وړاندیزونو ځواب نه دی ورکړی چې د طالبانو حکومت د منلو وړ بللي دي.

د هغه په وینا، د پاکستان له لوري د هر ډول رغنده هڅو د نشتوالي په رڼا کې دا پوښتنه راپورته کېږي چې آیا اسلام‌آباد واقعاً د ستونزې حل غواړي که نه.

خلیلزاد زیاته کړې، دا هم باید وڅېړل شي چې د پاکستان د ادارې موخې څه دي؛ آیا د افغانستان بې‌ثباتي، او که دا چې افغانستان د چین د زیاتېدونکي نفوذ لپاره مساعد شي؟

نوموړي ویلي که داسې وي، نو دا وضعیت د امریکا د ګټو پر ضد تمامېدای شي، ځکه د هغه په وینا بې‌ثباتي د ترهګرو ډلو لکه داعش-خراسان لپاره پناه‌ځایونه زیاتوي.

هغه ټینګار کړی چې د داسې اهدافو په صورت کې دا د حیرانتیا خبره نه ده چې د پاکستان اداره دا موضوعات په ښکاره نه بیانوي.

شاه حسين مرتضوي:د پاکستان پر وړاندې افغانان باید د ملي ګټو او ځمکنۍ بشپړتيا لپاره پر ګډ دریځ سره سلا شي

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي، پاکستان د افغانستان د جهاد پر مهال د میلیونونو افغان کډوالو کوربه و او افغانان لا هم د هغه وخت مېلمه‌پالنه په ښه نوم یادوي.

هغه په خپله ايکس‌پاڼه ليکلي، د افغان کډوالو پراخ اخراج او ورسره د چلند څرنګوالی د افغانانو په اړه د پاکستان د اوسني سیاست بېلابېل انځورونه وړاندې کوي.

مرتضوي زیاتوي، پاکستان په سیمه کې هڅه کوي ځان د سولې د منځګړي په توګه معرفي کړي، خو د افغانستان په تړاو يې لا هم پوځي بریدونه، امنیتي شخړې او کړکېچونه دوام لري.

د هغه په باور، بهرنۍ تګلاره هغه مهال د باور وړ ګرځي چې له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په یو شان معیارونو عملي شي.

هغه همداراز وایي، د تېرو څو لسیزو تجربې ښودلې چې د افغانستان او پاکستان اړیکې تل له جدي ننګونو سره مخ وې.

د نوموړي په اند، وخت رارسېدلی چې افغانان، له سیاسي اختلافونو سره سره، د ملي ګټو، د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او د افغانستان د دفاع لپاره پر ګډ ملي دریځ سره سلا شي.

پاکستان؛د جیو نیوز رسنۍ د ۱۵ ورځو لپاره وتړل شوه

د پاکستان د رسنیو د څار ادارې د «جیو نیوز» ټلوېزیون د ۱۵ ورځو لپاره د نشراتو د بندولو پرېکړه کړې ده.

ادارې ویلي، یاد ټلوېزیون د جون په ۲۶مه د محرم په مناسبت په یوه خپرونه کې داسې انځوریز مذهبي مواد خپاره کړي، چې د دوی په وینا د خلکو مذهبي احساسات یې زیانمنولای او مذهبي یووالي ته یې زیان رسولای شو.

له دې پرېکړې وروسته «جیو نیوز» بښنه غوښتې او په خپره شوې اعلامیه کې یې ویلي، یاد انځوریز مواد په تېروتنه خپاره شوي او د ټلوېزیون د تحریري پالیسۍ یا رسمي دریځ استازیتوب نه کوي.

ټلوېزیون زیاته کړې، هغه انځورونه چې خپاره شوي، په عراق او د منځني ختیځ په ځینو سیمو کې د مذهبي مراسمو اړوند وو او یوازې د سیمه‌ییزو دودونو د معرفي کولو لپاره کارول شوي وو، نه د کوم ځانګړي مذهب یا نظر د ملاتړ په موخه.

پاکستان له کلونو راهیسې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې له نړیوالو نیوکو سره مخ دی او رسنۍ یې وخت ناوخت د مقرراتي محدودیتونو، د خپرونو د ځنډ او یا هم د بندیزونو له اقدام سره مخ کېږي.

همدارنګه، د بې پولې خبریالانو سازمان پاکستان د ۲۰۲۶ کال د رسنیو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې په ۱۵۳م مقام کې ځای پر ځای کړی دی.