د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سعودي عربستان د ارامکو شرکت د چورلکې د لوېدو په پېښه کې د ۱۴ کسانو د مړینې له امله د سعودي حکومت، خلکو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې ده.
د دغه وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، په اېکس کې په خپاره کړي پیغام کې ویلي چې افغانستان دا پېښه خواشینوونکې بولي او د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي.
نوموړي د وژل شویو کسانو لپاره د رحمت او مغفرت دعا کړې او د هغوی خپلوانو ته یې د صبر او زغم هیله څرګنده کړې ده.

