یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 12

محمود خان اڅکزی:پاکستان کې باید ژر تر ژره موقت حکومت رامنځته او شفافې ټاکنې وشي

د پاکستان د اپوزیسیون ګوند مشر او پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزي په پاکستان کې د موقت حکومت د جوړېدو او د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده.

ښاغلي اڅکزي په خپله فېسبوک پاڼه ویلي، چې هېواد باید د قانون او ډیموکراسۍ پر بنسټ اداره شي، عدلي نظام خپلواک وي، رسنۍ ازاد فعالیت وکړي او پوځ له سیاسي چارو لرې وساتل شي.

اڅکزي له سیاسي ګوندونو او ملي شخصیتونو هم غوښتي چې د هېواد د راتلونکي سیاسي جوړښت لپاره خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.

زردشت شمس:د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د پاکستاني کارتونو وېش د اندېښنې وړ موضوع ده

اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت پخواني مرستیال زردشت شمس ویلي، د اروپايي هېوادونو تابعیت اخیستل د پاکستان له تابعیت سره توپیر لري، ځکه د افغانستان او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ نه دایمي دښمني شته او نه هم ستراتېژیکې ګټې په بشپړ ټکر کې دي.

نوموړي په خپلو څرګندونو کې ویلي، څو ورځې وړاندې د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت له‌خوا یو برتانوي وګړی وروسته له هغې له تابعیته محروم کړای شو چې د روسیې تابعیت یې اخیستی و، ځکه د برېتانیا او روسیې اړیکې ترینګلې دي او ګټې یې یو له بل سره په ټکر کې دي.

زردشت شمس پوښتنه کړې چې “آیا پاکستان به کله هم د هند اتباعو ته تابعیت ورکړي؟”.

د هغه په خبره، د یوه افغان لپاره د پاکستان شناختي کارت یا پاسپورټ لرل نه یوازې د شرم وړ خبره ده، بلکې حقوقي ستونزې هم لري، ځکه ډېری کسان یې د جعلي اسنادو له لارې ترلاسه کوي.

هغه زیاته کړې، هغه افغانان چې پاکستاني اسناد لري، نه په پاکستان کې په ښکاره ځان افغان معرفي کولی شي او نه هم په افغانستان کې په رسمي ډول د پاکستان تابعیت اعلانولی شي، ځکه د افغانستان قوانین دا اجازه نه ورکوي.

د افغانستان سفارت پخواني مرستیال همداراز خبرداری ورکړی چې د ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو، په ځانګړي ډول ګوشتې، لالپورې او د کونړ په ځینو برخو کې د پاکستان له‌خوا د شناختي کارتونو وېش د جدي اندېښنې وړ مسئله ده او دې موضوع ته باید جلا او پراخ بحث وشي.

ولادیمیر پوتین:د اوکراین جګړه د پای ته رسېدو په لور روانه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې د اوکراین جګړه د پای ته رسېدو په لور روانه ده او هیله یې څرګنده کړې چې د ایران اړوند شخړه هم ژر پای ته ورسېږي.

د روسیې ولسمشر ویلي، مسکو له چین سره د ګازو او تېلو د مهمو تړونونو لاسلیک ته نږدې شوی دی.

پوتین زیاته کړې چې د سلواکیا لومړي وزیر ورته ویلي، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي چمتو دی چې ورسره مخامخ لیدنه وکړي، او که د سولې هوکړه وشي، دا لیدنه به په درېیم هېواد کې ترسره شي.

هغه د خبرو اترو د اسانتیا لپاره له امريکا مننه کړې، خو ټینګار یې کړی چې دا د روسیې او اوکراین ترمنځ موضوع ده.

بل لور ته، ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ به د مې د ۹، ۱۰ او ۱۱ نېټو لپاره درې ورځنی اوربند نافذ وي.

ټرمپ په ټولنیزو رسنیو کې لیکلي چې په دې موده کې به دواړه هېوادونه د “بریا ورځې” مراسم ترسره کوي، او همدارنګه به د دواړو خواوو ترمنځ د زر ـ زر د بندیانو تبادله هم وشي.

د اروپا ټولنې استازې:اروپايي اتحادیه د افغانانو ملاتړ ته ژمنه ده

په کابل کې د اروپايي اتحادیې استازې ورونیکا بوسکوویچ پوهار د اروپا ورځې په مناسبت ویلي، اروپايي اتحادیه د افغانستان له خلکو سره خپلو همکاریو او ملاتړ ته ژمنه پاتې ده.

بوسکوویچ پوهار په خپله اېکس ټینګار کړی چې د افغانانو عزت، زغم او راتلونکی د اروپايي اتحادیې لپاره مهم ارزښت لري.

د نوموړې په وینا، هره دنده چې رامنځته کېږي، هر ماشوم چې زده‌کړې ترلاسه کوي او هره کورنۍ چې ملاتړ کېږي، د ثبات او سولې لپاره پانګونه بلل کېږي.

فاکس‌نیوز:د ایران سره د خبرو د ناکامۍ په صورت کې امریکا پوځي اقدام ته چمتو ده

فاکس‌نیوز راپور ورکړی چې که د واشنګټن او ایران ترمنځ روانې خبرې ناکامې شي، ښايي امریکا ژر د تهران د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره اقدام وکړي.

راپور د امریکا د هوايي ځواک د متقاعد جنرال ډيويډ ډپټولا له قوله لیکلي چې که مذاکرات له منځه ولاړ شي، امریکا به هڅه وکړي د ایران هغه فشاروونکي او نظامي ابزار له منځه یوسي چې تهران یې د نفوذ او فشار لپاره کاروي.

د هغه په وینا، هغه وړتیاوې چې ښايي د امریکا د احتمالي هدفونو په مرکز کې وي، پکې بالستیک توغندي، کروز توغندي، هوايي دفاعي سیسټمونه، سمندري بریدیز تجهیزات، د قوماندې او کنټرول شبکې، د سپاه پاسداران اړوند بنسټونه، د نیابتي ځواکونو د ملاتړ لارې او اټومي تاسیسات شامل دي.

بل لور ته، د سپینې ماڼۍ ویاندې اولیویا ویلس فاکس‌نیوز ته ویلي چې ډونالډ ټرمپ ټول انتخابونه پر مېز ساتلي او هڅه کوي ډاډ ترلاسه کړي چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

هغې زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره ټول ممکن انتخابونه په پام کې نیولي دي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران د اټومي وسلو مخنیوی د امریکا د ملت اساسي دریځ دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوې تازه نظرپوښتنې پایلې مهمې بللي او ویلي یې دي چې د ایران د اټومي وسلو ترلاسه کولو مخنیوی د امریکا د ملت اساسي دریځ دی.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «ټروت سوشیال» کې هغه راپور بیا خپور کړی چې پکې ښودل شوې، ډېری امریکايي رایه ورکوونکي د جګړې تر ژر پای ته رسېدو د ایران د اټومي پروګرام مخنیوی مهم ګڼي.

هغه لیکلي: «دا ډېر مهم دی، دا زموږ د ملت دریځ دی.»

د ټرمپ له لوري د خپرې شوې نظرپوښتنې له مخې، ۵۳ سلنه ګډونوالو ویلي چې د ایران د اټومي وسلو ترلاسه کولو مخنیوی تر جګړې د پای ته رسولو لومړیتوب لري.

مسعود پزشکیان:د انرژۍ د سپما فرهنګ باید په ټولنه کې پیاوړی شي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د ایران د حکومت اصلي هدف دا دی چې د انرژۍ د سپما او د مصرف د سم مدیریت فرهنګ په ټولنه کې اصلاح او پیاوړی شي.

هغه ویلي، حکومت غواړي دا تګلاره ورو ورو د جوماتونو، ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو، سوداګریزو ټولنو او سیمه‌ییزو بنسټونو له لارې په ټولنه کې عامه او بنسټیزه کړي.

پزشکیان زیاته کړې چې د “جان‌فدا” په نوم د رضاکارو طرحې غړي هم کولی شي د انرژۍ د مصرف د ښه مدیریت او سپما په برخه کې فعاله ونډه واخلي.

هغه ټینګار کړی چې په اوسنیو شرایطو کې اړتیا ده څو خلک د عامه ګډون او د مصرف د مدیریت له لارې د هېواد د انرژۍ پر شبکې فشار کم کړي.

شاه محمود میاخېل:د طالبانو حکومت دې د حامد کرزي اندېښنې ته ځواب ووايي

د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل د پخواني ولسمشر حامد کرزي وروستۍ اندېښنې د غور وړ بللي او ویلي یې دي چې په هېواد کې د «مرموزې لوبې» د روانېدو په اړه باید د طالبانو حکومت ولس ته روښانه وضاحت وړاندې کړي.

شاه محمود میاخېل ویلي، د ولس سره د معلوماتو شریکول یوازې د خلکو حق نه دی، بلکې د ملي ملاتړ او ثبات د پیاوړتیا مهمه وسیله هم ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړې، په اوسني حساس پړاو کې د ملي مسایلو په تړاو د ولس ملاتړ د افغانستان په ګټه تمامیږي او حکومت باید د روانو تحولاتو په اړه شفاف او واضح دریځ خپل کړي.

تر دې وړاندې، حامد کرزي د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پاکستاني پوځ او یو شمېر افغان قومي مشرانو ترمنځ د احتمالي هوکړو په اړه اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو چې دا ډول تحرکات د افغانستان لپاره خطرناک تمامېدلی شي.

تمیم عاصي:پاکستان په افغانستان کې د وطن پلورو ډلو او رسنیو په ملاتړ غواړي حایله سیمه رامنځته کړي

د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي خبرداری ورکړی چې پاکستان د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د «حایلې سیمې» د جوړولو هڅې روانې کړې دي.

نوموړي ویلي، په تېر یوه کال کې یې څو ځله خبرداری ورکړی چې اسلام‌اباد د یوې درې‌اړخیزې ستراتیژۍ له لارې غواړي د افغانستان سرحدي سیمو کې خپل de facto نفوذ پراخ کړي.

د هغه په وینا، دغه ستراتیژي په داخل د افغانستان کې د وطن پلورو ډلو رسنیزو روایتونو جوړول، د هوايي او توپچي بریدونو له لارې د سیمو تشول، او له ځايي کسانو سره د تړونونو لاسلیک کول شامل دي.

تمیم عاصي زیاته کړې چې دا پلان د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته، د افغانستان له سیاسي او اقتصادي انزوا څخه په استفادې عملي کېږي.

هغه ادعا کړې چې پاکستاني پوځي او امنیتي کړۍ اوسنی وضعیت د خپلو اهدافو لپاره «طلایي فرصت» ګڼي.

د ملي دفاع وزارت دغه پخواني مرستیال خبرداری ورکړی چې افغانستان د سیمې او نړۍ د بدلونونو له امله تر بل هر وخت ډېر زیان‌من شوی او هېواد له یوه خطرناک پړاو سره مخ دی.

هغه پر ټولو افغانانو غږ کړی چې د سیاسي او فکري اختلافاتو پر ځای د هېواد د دفاع لپاره متحد شي، او په خبره یې: «د افغانانو د یووالي وخت رارسېدلی» او هر څوک باید د قلم او وسلې له لارې د افغانستان پر ضد د توطیو پر وړاندې ودرېږي.

نړیوالې سمندري خیریه ادارې:زرګونه سمندري کارکوونکي په فارس خلیج کې بند پاتې دي او له سخت رواني فشار سره مخ دي

څو نړیوالو سمندري خیریه ادارو خبرداری ورکړی چې د فارس خلیج او د هرمز تنګي په سیمه کې زرګونه سمندري کارکوونکي د روان کړکېچ او جګړې له امله بند پاتې دي او له سختو رواني ستونزو سره مخامخ شوي دي.

د راپورونو له مخې، له بېړۍ چلوونکو او انجنیرانو نیولې تر اشپزانو او نورو کارکوونکو پورې ګڼ کسان له دوو میاشتو زیات وخت راهیسې په خطرناکو او ناامنه شرایطو کې بند پاتې دي.

ویل کېږي چې د جګړې او پوځي ګواښونو له امله د بېړیو تګ راتګ محدود شوی او ډېرې بېړۍ نه شي کولای په عادي ډول سفر وکړي.

د ملګرو ملتونو د سمندري چارو ادارې په وینا، لږ تر لږه ۱۱ سمندري کارکوونکي د وروستیو بریدونو او پېښو پر مهال وژل شوي دي.

د بریتانیا د یوې سمندري خیریه ادارې د بیړني غبرګون مشر ویلي، ځینې کارکوونکي داسې حالت ته رسېدلي چې فکر یې کاوه ژوندي به ونه وځي.

د هغه په خبره، سمندري کارکوونکي هره ورځ بې‌پیلوټه الوتکې، توغندي او بریدونه ویني او دا وضعیت د هغوی وېره او اضطراب زیاتوي.

یوې بلې خیریه ادارې ویلي چې شاوخوا ۲۰ زره سمندري کارکوونکي د هرمز تنګي د محدودیتونو او امنیتي ستونزو له امله اغېزمن شوي دي.

ادارې خبرداری ورکړی چې دغه کسان له ذهني فشار، ستړیا، بې‌خوبۍ، یوازیتوب، خپګان او شدیدې اندېښنې سره مخ دي.