دوشنبه, دسمبر 23, 2024
Homeکورپاڼهد المان لومړی وزیر:هغه سوریایي وګړي چې زمونږ ټولنه کې مدغم شوي،...

د المان لومړی وزیر:هغه سوریایي وګړي چې زمونږ ټولنه کې مدغم شوي، پاتې کېدل یې هیڅ ستونزه نه ده

سره له دې چې د المان یو شمېر ښي اړخي او د محافظه کار ګوند غړي خپل هېواد ته د سوریایي کډوالو د ور ستنولو غوښتنه کوي؛ خو تېره ورځ د یاد هېواد لومړي وزیر اولاف شولتز ویلي، هغه سوریایي کډوال چې الماني ټولنه کې مدغم شوي، کېدلای شي پاتي شي.

هغه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې په دې اړه د دوی دریځ واضح دی.

نوموړي دغه راز د سوریایي کډوالو د اېستلو په اړه ځینې څرګندونې اندېښمنونکې بللې دي.

د یادونې ده چې د بشارالاسد د واکمنۍ پر مهال ګڼ سوریایي وګړي هېواد پرېښودو ته اړ شوي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here