د ههنګاو د بشري حقونو سازمان د معلوماتو له مخې، ایران د اکټوبر پر ۲۹مه نېټه دوه افغان بندیان اعدام کړي دي.
دغه بنسټ وايي، دا تازه اعدامونه د هغو لړیو یوه برخه ده چې په وروستیو کې په ایران کې د بندیانو پر ضد عملي شوي.
هەنگاو زیاتوي چې ایران په همدې ورځو کې اووه نور کسان هم د بېلابېلو تورونو د قتل، نشهيي توکو اړوند قضیو او جنسي تېري په تړاو اعدام کړي دي.
د بشري حقونو مدافع بنسټونه په ایران کې د اعدامونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې دا کړنې د شفافو محاکمو او عادلانه قضایي بهیر له نشتوالي سره مل دي.

