چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
Homeافغانستانوولکر ترک: د افغانانو د کړاو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا «ډېره...

وولکر ترک: د افغانانو د کړاو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا «ډېره درنه» ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر وولکر ترک په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د افغانانو د کړاو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا «ډېره درنه» ده.

ترک ویلي، په افغانستان کې د خلکو وضعیت مخ پر خرابېدو دی، میلیونونه کسان له بېوزلۍ سره مخ دي او د طالبانو له لوري د بشري حقونو محدودوونکي اقدامات لا هم دوام لري.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تګ راتګ او په عامه ژوند کې د ګډون محدودیتونو ته اشاره کړې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د بشري حقونو د درناوي لپاره پر طالبانو فشارونه بېرته زیات کړي.

هغه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید افغانستان هېر نه کړي او د افغانانو د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره خپلې هڅې پیاوړې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here