پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
Homeافغانستانپاکستانی سناتور: د افغان طبي محصلینو ایستل به د پاکستان نړیوال اعتبار...

پاکستانی سناتور: د افغان طبي محصلینو ایستل به د پاکستان نړیوال اعتبار زیانمن کړي

راجا ناصر عباس له PMDC او پاکستاني حکومت غوښتي چې دغه خبرتیا سمدستي بېرته واخلي. هغه ویلي، د افغان محصلینو جبري ایستل به د پاکستان نړیوال اعتبار ته زیان ورسوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د دې پرېکړې له امله به هغه افغان محصلین هم له خپلو زده‌کړو بې برخې پاتې شي چې د طب د زده‌کړو په وروستي کال کې دي او د خپلو تحصیلي دورو د بشپړولو حق لري.

هغه دغه اقدام د نړیوال قانون خلاف بللی او د افغان طبي محصلینو د زده‌کړو د دوام غوښتنه یې کړې ده.

د پاکستان په سنا کې د اپوزیسیون مشر سناتور علامه راجا ناصر عباس له دغه هېواد د افغان طبي محصلینو د ایستلو پرېکړه غندلې او د پاکستان د طبي او غاښونو شورا (PMDC) اړوند خبرتیا یې «سیاسي انګېزه لرونکې» بللې ده.

راجا ناصر عباس له PMDC او پاکستاني حکومت غوښتي چې دغه خبرتیا سمدستي بېرته واخلي. هغه ویلي، د افغان محصلینو جبري ایستل به د پاکستان نړیوال اعتبار ته زیان ورسوي.

نوموړي ټینګار کړی چې د دې پرېکړې له امله به هغه افغان محصلین هم له خپلو زده‌کړو بې برخې پاتې شي چې د طب د زده‌کړو په وروستي کال کې دي او د خپلو تحصیلي دورو د بشپړولو حق لري.

هغه دغه اقدام د نړیوال قانون خلاف بللی او د افغان طبي محصلینو د زده‌کړو د دوام غوښتنه یې کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here