د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې په ۲۰۲۶ کال کې ۲۱.۹ میلیونه کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري.
اوچا ویلي، د افغانستان لپاره د ۱.۷۱ میلیارد ډالرو اړینو بشري مرستو له بودجې د اګست تر پایه یوازې ۲۹.۷ سلنه تمویل شوې ده.
دغه اداره خبرداری ورکوي چې د مرستو د بودجې د کمښت اغېزې لا له وړاندې په بېلابېلو برخو کې محسوسېږي او که پر وخت لازم تمویل برابر نه شي، د بشري وضعیت پایلې به ډېرې سختې وي.

