پنجشنبه, سپتمبر 10, 2026
Homeټکنالوژياپل خپل لومړنی قاط کېدونکی آیفون او د آیفون ۱۸ پرو لړۍ...

اپل خپل لومړنی قاط کېدونکی آیفون او د آیفون ۱۸ پرو لړۍ معرفي کړه

اپل خپل لومړنی قاط کېدونکی آیفون «iPhone Duo» او د آیفون ۱۸ پرو او پرومکس نوي ماډلونه معرفي کړي دي.

د قاط کېدونکي یا آیفون ډو بیه له ۱،۹۹۹ ډالرو پیلېږي. دغه موبایل د پاسپورټ په څېر ډیزاین لري او له پرانیستل کېدو وروسته یې د سکرین اندازه ۷.۶ انچه ده، په داسې حال کې چې د تړل کېدو پر مهال بهرنی سکرین لري. کاروونکي کولی شي په لوی سکرین کې په هم‌مهاله توګه دوه کاریالونه وکاروي.

اپل وايي، د دې موبایل پلور به د اکتوبر په ۲۳مه پیل شي او مخکېني فرمایشونه به د اکتوبر له ۱۶مې ومنل شي.

بلخوا، د آیفون ۱۸ بیه له ۱،۱۹۹ ډالرو پیلېږي او د پرومکس بیه له ۱،۲۹۹ ډالرو پیلېږي. دواړه ماډلونه د A20 Pro چپ او د ۴۸ مېګاپکسله اصلي کامرې سره وړاندې شوي دي.

اپل همداراز تېره شپه په یوه ځانګړې غونډه کې Apple Watch Series 12، Apple Watch Ultra 4 او نوي AirPods هم معرفي کړل.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here