د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن د خپل روغتیايي وضعیت په اړه تازه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې د پروستات سرطان یې هډوکو ته خپور شوی و.
بایډن ویلي، د سرطان درملنې یې د تمې مطابق نتیجه ورکړې او نوموړي له خپلو ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو څخه د درملنې له امله مننه کړې ده.
هغه د پروستات سرطان د پوهاوي میاشتې په مناسبت پر نارینهوو غږ کړی چې د سرطان د ژر تشخیص لپاره له خپلو ډاکټرانو سره مشوره وکړي او معاینات ونه ځنډوي.

