د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت له هغو افغان محصلینو او استادانو سره د مرستې ډاډ ورکړی چې په بهرنیو هېوادونو کې پر زدهکړو بوخت دي او له ستونزو سره مخ دي.
د لوړو زده کړو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغو محصلینو او استادانو د ستونزو د حل لپاره به په هېواد کې دننه لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
وزارت زیاته کړې چې افغان محصلینو ته به په هېواد دننه د خپلو پاتې زدهکړو د دوام او استادانو ته د خدمت او علمي فعالیت زمینه برابره شي.
د طالبانو د حکومت د لوړو زدهکړو وزارت په بهر کې د افغان نجونو محصلینو په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په پاکستان کې د نجونو په ګډون ګڼ افغان زدهکړیالان د زدهکړو، ویزې او اقامې د وضعیت له پلوه له ستونزو او ننګونو سره مخ دي او تازه د پاکستان د طبي او غاښونو شورا له پاکستانه د طب افغان زدهکړیالانو د ایستلو موضوع راپورته کړې ده.

