د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون (HRCP) په دغه هېواد کې د ښځینه محصلینو په ګډون د طب او ستوماتولوژۍ له پوهنځیو د افغان محصلینو د ایستلو او افغانستان ته د ستنولو پرېکړه په کلکه غندلې ده.
دغه کمېسیون ویلي، د افغان محصلینو د زدهکړو درول او د نویو محصلینو پر شاملېدو بندیز یوازې د زدهکړو موضوع نه ده، بلکې د بشري حقونو او خوندیتوب جدي مسئله هم ده.
د کمېسیون په وینا، ښایي یوازې په لاهور کې د طب او ستوماتولوژۍ شاوخوا ۱۰۰ افغان محصلین له دې پرېکړې اغېزمن شي چې له ډلې یې له ۲۰ تر ۴۰ پورې ښځینه محصلینې دي.
کمېسیون ویلي، یو شمېر افغان محصلین د حقوقي او بنسټیز ملاتړ ترڅنګ د خوندي سرپناه غوښتنه هم کړې چې د وضعیت د جدي والي ښکارندويي کوي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون له پاکستاني حکومت غوښتي چې د نه شړلو اصل رعایت کړي او هېڅ افغان محصل دې د هغه د شخصي وضعیت او احتمالي خطرونو له ارزونې پرته په جبري ډول افغانستان ته نه ستنوي.
دغه کمېسیون ټینګار کړی چې د پاکستان امنیتي اندېښنې او له افغانستان سره ترینګلې اړیکې باید محصلینو ته د ډلهییزې سزا ورکولو لامل نه شي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د افغان محصلینو د ستنولو د امر د سمدستي ځنډولو، د هغوی د زدهکړو د بېرته فعالولو او اړمنو محصلینو ته د خوندي سرپناه د برابرولو غوښتنه کړې ده.

