پاکستان ایران ته خبرداری ورکړی چې د سعودي عربستان پر وړاندې د یمن د حوثیانو د بریدونو د درولو لپاره پر دغې ډلې خپل نفوذ وکاروي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم ویلي، که د حوثیانو بریدونه د سعودي خاورې ته وغځېږي، د سعودي، پاکستان او ترکیې ترمنځ دفاعي تړون عملي کېدای شي. هغه ټینګار کړی چې «پر یوه هېواد تېری به پر ټولو درېیو هېوادونو د تېري په توګه وګڼل شي.»
بلخوا، یوه ایراني چارواکي ویلي چې ایران پر حوثیانو کنټرول نه لري؛ خو دوو ایراني سرچینو رویټرز ته ویلي چې تهران تېره اوونۍ حوثیانو ته د سعودي پر وړاندې د بریدونو د ترسره کولو لارښوونه کړې او د اضافي وسلو او مالي ملاتړ ژمنه یې هم کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې حوثیانو د سېشنبې په ورځ د سعودي عربستان پر خمیس مشیط هوايي اډې او نږدې ښارونو کې د تېلو پر تاسیساتو بریدونه کړي، چې په کې ۷۳ کسان ټپیان شوي دي.

