چهارشنبه, سپتمبر 9, 2026
Homeافغانستانفضلي: افغانانو ته د ډاکټر کېدو زده‌کړه ګواښ دی، خو افراطي مدرسې...

فضلي: افغانانو ته د ډاکټر کېدو زده‌کړه ګواښ دی، خو افراطي مدرسې نه؟

د افغانستان د پخواني حکومت د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي د پاکستان له خوا د افغان طبي محصلینو د ایستلو پر پرېکړې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې پاکستان له یوې خوا افغان طبي محصلین له خپل هېواده باسي، خو له بلې خوا یې د افغان کډوالو ماشومانو لپاره د مدرسو د فعالیتونو په اړه د کلونو راهیسې د نیوکو پر وړاندې اقدام نه دی کړی.

فضلي ادعا کړې چې پاکستان د تېرو پنځو لسیزو پر مهال د زرګونو مدرسو په جوړولو او ساتلو کې رول لرلی او په دغو مدرسو کې یې د افغان کډوالو ماشومان روزلي دي.

هغه د پاکستان د اوسني چلند په اړه پوښتنه کړې چې ولې په دغه هېواد کې د افغانانو طبي زده‌کړې ګواښ ګڼل کېږي، خو په مدرسو کې د هغوی دیني او افراطي روزنه د ګواښ په توګه نه ده مطرح شوې.

د فضلي دا څرګندونې داسې مهال دي چې پاکستان د افغان طبي او غاښونو محصلینو د زده‌کړو د درولو او د هغوی د بېرته ستنولو پرېکړه کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here