پاکستان د انګلستان پر وړاندې د درېیم ټېسټ په لومړۍ پاڼۍ کې یوازې ۱۳۳ منډې جوړې کړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.
د پاکستان د لومړۍ پنځهکسیزې بیټینګ کرښې هېڅ لوبغاړي له ۹ څخه ډېرې منډې ونه کړې، چې له امله یې پاکستان د ټېسټ کرکټ په تاریخ کې د یوه ناغوښتل شوي ریکارډ خاوند شو.
د پاکستان لپاره سعود شکیل ۴۳ او محمد عباس ۲۱ منډې وکړې او یوازې همدوی دوه لوبغاړي وو چې تر لسو ډېرې منډې یې جوړې کړې.
د انګلستان لپاره جوش ټنګ ۴ ویکټې واخیستې، اولي رابنسن ۳ او جعفر آرچر هم ۳ ویکټې ترلاسه کړې.
د پاکستان ټولې لس ویکټې د انګلستان چټکو توپ اچوونکو واخیستې او د پاکستان ټوله لوبډله په ۳۳.۵ اورونو کې له میدان ووته.

