چهارشنبه, جون 24, 2026
Home Blog Page 94

د کرکټ نړیوالې شورا؛د کاناډا پر کرکټ بورډ بشپړ بندیز ولګاوه

راپورونه ښیي چې د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) د کاناډا په کرکټ بورډ بشپړ بندیز ولګاوه او غړیتوب یې هم ترې واخیست.

د معلوماتو له مخې، د کاناډا کرکټ بورډ د آی سي سي اسوسیېټ غړی و خو د پراخ مالي او اداري فساد له امله ترې غړیتوب واخیستل شو.

خو د کاناډا کرکټ ملي لوبډلې وضعیت له بندیز سره نه دی بدل شوی، لا هم د آی سي سي په نړیوالو ټورنمټونو کې د لوبېدو اجازه لري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې آی سي سي پر یاد کرکټ بورډ د شپږو میاشتو لپاره مالي بندیز هم ولګاوه.

په دې وروستیو کې د کاناډا کرکټ بورډ د اداري او مالي درغلۍ او فساد له تورونو سره مخ دی، په تېر شل اووریز نړیوال جام کې د دغه هېواد د ملي لوبډلې یوه لوبه لا هن د فکسېنګ د شک له امله د آی سي سي د فساد ضد څانګې تر څارنې لاندې ده.

حزب‌الله:د اسراييلو کریات شمونه ښارګوټی مو په توغندیو وویشت

د لبنان حزب‌الله ویلي چې د اسرائیلو په شمال کې یې د کریات شمونه ښارګوټی د توغندیز برید هدف ګرځولی دی.

حزب‌الله په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه بریدونه یې د اسرائیلو د پوځي اقداماتو او د اوربند د سرغړونو په غبرګون کې ترسره کړي دي.

د دې ډلې په وینا، پر کریات شمونه څو توغندي توغول شوي، خو د بریدونو د پایلو او احتمالي زیانونو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

تر اوسه اسرائیلي چارواکو د حزب‌الله د دې ادعا په اړه بشپړ معلومات نه دي خپاره کړي؛ خو د لبنان او اسرائیلو ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په سرحدي سیمو کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی.

امریکا: په کویټ کې مو دوه ایراني بالستیک توغندي شنډ کړي

د امریکا پوځ ویلي، تېره شپه یې دوه بالستیک توغندي شنډ کړي چې د ایران له لوري توغول شوي او په کویټ کې مېشت امریکایي ځواکونه یې هدف ګرځولي وو.

د امریکا د مرکزي پوځي قوماندانۍ یا سېنټکام په وینا، دغه توغندي سمدستي له منځه وړل شوي او په پېښه کې هیچا ته زیان نه دی اوښتی.

سېنټکام ویلي، امریکایي ځواکونه په بشپړې بیدارۍ کې دي او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د خپلو ځواکونو د دفاع لپاره چمتووالی لري، په داسې حال کې چې د روان اوربند د ټینګښت ملاتړ هم کوي.

تر اوسه د ایران له لوري د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودل شوی.

یوناما: د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په تړاو غونډه کوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) ویلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا به په نږدې راتلونکو ورځو کې د افغانستان د وضعیت په اړه ځانګړې غونډه وکړي.

یوناما نن دوشنبه په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې ټاکل شوې د روانې میاشتې د جون په ۸مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت په اړه بحث وکړي.

په دې غونډه کې به د افغانستان وروستي پرمختګونه، د بشري مرستو او بشري حقونو وضعیت او د نړیوال تعامل موضوعات وڅېړل شي.

یوناما همداراز ویلي د جون په ۱۶مه به په افغانستان کې د دغې ادارې (یوناما) ماموریت د فعالیتونو د غځولو په اړه هم پرېکړه وشي او تمه ده ماموریت یې وغځول شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه په منظم ډول غونډې کوي او د یوناما د راپورونو پر بنسټ د هېواد د وضعیت ارزونه او د نړیوالو اقداماتو په اړه بحثونه ترسره کوي.

میانمار کې؛درنې چاودنې لسګونه کسان وژلي

راپورونه وایي، د میانمار د جګړه‌ ځپلې ساګاینګ سیمه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او له ۷۴ ډېر ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، چاودنه د کان‌ کیندنې لپاره د چاودېدونکو توکو په یوه ګودام کې رامنځته شوې او د سیمې اوسېدونکو ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي.

ځايي سرچینو ویلي، د چاودنې له امله نږدې ودانۍ هم ویجاړې شوي او د ټپیانو شمېر نور هم په لوړېدو دی.

تراوسه د پېښې د دقیق لامل په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

اوچا: افغانستان کې پر هرو سل زر زیږونونو کې ۶۰۰ میندې مري

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې کچه په کې لوړه ده.

اوچا په خپله اېکس پاڼه لیکلي، په افغانستان کې په هرو ۱۰۰ زره زېږونونو کې شاوخوا ۶۰۰ میندې د امیندوارۍ، زېږون او یا هم د زېږون د اړوندو ستونزو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د یادې ادارې په وینا، ماهر روغتیايي پرسونل او ښځینه روغتیاپالان د میندو او نویو زېږېدلو ماشومانو د ژوند په ژغورلو کې مهم رول لري، خو د ښځو پر کار او ټولنیز ګډون لګېدلي محدودیتونه د دې لامل شوي چې ګڼې میندې اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ونه لري.

اوچا ټینګار کړی چې د میندو او ماشومانو د مړینې د کچې د راکمولو لپاره باید روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پراخ او د ښځینه روغتیايي کارکوونکو ملاتړ وشي.

د اروپا اتلانو لیګ؛له پای وروسته په فرانسې کې د ګډوډۍ په تور نږدې ۹۰۰ کسان نیول شوي

فرانسوي چارواکو ویلي، د اروپا د فوټبال اتلانو لیګ کې د پاریس سېنټ جرمن له بریا وروسته په فرانسه کې د رامنځته شویو ګډوډیو او تاوتریخوالو په تړاو نږدې ۹۰۰ کسان نیول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د لوبې له پای وروسته په پاریس او یو شمېر نورو ښارونو کې د زرګونو مینه‌ والو ترمنځ د خوشحالۍ مراسم په ځینو سیمو کې په تاوتریخوالي واوښتل.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي، د ګډوډیو په تور ۸۹۰ کسان نیول شوي او ۱۷۸ امنیتي سرتېري هم ټپیان شوي دي.

راپورونه وایي، په پاریس کې ګڼ موټرونه سوځول شوي، دوکانونو او عامه تاسیساتو ته زیان اوښتی او په ځینو سیمو کې د پولیسو او مینه‌ والو ترمنځ نښتې هم شوې دي.

پاریس سېنټ جرمن د فوټبال د اتلانو لیګ کې د ارسنال پر وړاندې تر پنالټیو وروسته پایلوبه وګټله او د اروپا د اتلولۍ جام یې خپل کړ، خو د بریا جشنونه په ځینو ښارونو کې له تاوتریخوالي سره مل وو.

لنکا پریمیر لیګ؛ درې افغان لوبغاړي تر اوسه اخیستل شوي

د سریلانکا د لنکا پریمیر لیګ (LPL) د راتلونکي پړاو د لوبغاړو د اخیستنې (ډرافټ) مراسمو ته ګڼ افغان لوبغاړي شارټ لېسټ شوي دي.

تر دې دمه رحمن الله ګربز د کینډي، مجیب الرحمان د کولمبو او فضل حق فاروقي د ډمبولا لوبډلې له لوري اخیستل شوي دي.

د لوبغاړو د اخیستنې بهیر لا هم روان دی او تمه کېږي چې په راتلونکو پړاو کې به نور افغان لوبغاړي هم د بېلابېلو لوبډلو له خوا وټاکل شي.

شيخ هبت‌الله؛د پاکستان سره د اړیکو د رغولو لپاره له ټي‌ټي‌پي د حملو د نه کولو غوښتنه کړې

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټریبیون راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت په غیر رسمي ډول پاکستان ته پیغام رسولی چې د دوی مشر شیخ هبت‌ الله اخوندزاده د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ‌ټي‌‌پي) مشرتابه ته خبرداری ورکړی چې نور پر پاکستان بریدونه ونه کړي، که نه نو د دوی ملاتړ به له لاسه ورکړي.

د راپور له مخې، د طالبانو حکومت دا پیغام د دې لپاره ورکړی چې اسلام‌آباد خوشاله کړي او ورته وښيي چې امنیتي اندېښنې یې ورته مهمې دي؛ خو پاکستان دا اقدام کافي نه بولي او وایي یوازې ژمنې او ګواښونه د وضعیت د بدلون لپاره بسنه نه کوي.

یوې پاکستانۍ سرچینې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته ویلي، اسلام‌ آباد لا هم په دې باور دی چې د افغانستان له خاورې د وسله‌ والو ډلو فعالیتونه دوام لري او تر اوسه کوم داسې عملي او د تایید وړ اقدام نه دی شوی چې د پاکستان اندېښنې کمې کړي.

راپور زیاتوي د دواړو لورو ترمنځ د بې‌ باورۍ سربېره، لا هم ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.

د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي نښتو، د ټي‌‌ټي‌‌پي د فعالیتونو، پر سوداګرۍ بندیزونو او متقابلو تورونو له امله کړکېچنې شوي.

هم مهاله ویل کیږي چې دواړه لوري به په نږدې راتلونکي کې د استانبول په کوربتوب خبرو او جوړجاړي ته کېني.

د امریکا او سوریې یارانه؛ولسمشرانو یې د دوه اړخیزو همکاریو او بیارغونې په اړه خبرې کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سوریې ولسمشر احمد الشرع په ټیلیفوني خبرو کې پر دوه اړخیزو همکاریو او اقتصادي بیارغونې بحث کړی.

د راپورونو له مخې، احمد الشرع ټرمپ ته ویلي چې پر سوریې د امریکا پاتې بندیزونه لېرې کړي، ټرمپ هم د سوریې د ثبات او بیارغونې د ملاتړ پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د سیمه‌ییز امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره باید ډیپلوماسي او خبرې اترې دوام ولري، څو د لا زیات تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

دا خبرې داسې مهال ترسره کېږي چې واشنګټن په وروستیو میاشتو کې د سوریې پر وړاندې ځینې بندیزونه نرم کړي او د دمشق له نوي حکومت سره د اړیکو د پراخولو هڅې روانې دي.