پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپرېس ټریبیون راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت په غیر رسمي ډول پاکستان ته پیغام رسولی چې د دوی مشر شیخ هبت الله اخوندزاده د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټيپي) مشرتابه ته خبرداری ورکړی چې نور پر پاکستان بریدونه ونه کړي، که نه نو د دوی ملاتړ به له لاسه ورکړي.
د راپور له مخې، د طالبانو حکومت دا پیغام د دې لپاره ورکړی چې اسلامآباد خوشاله کړي او ورته وښيي چې امنیتي اندېښنې یې ورته مهمې دي؛ خو پاکستان دا اقدام کافي نه بولي او وایي یوازې ژمنې او ګواښونه د وضعیت د بدلون لپاره بسنه نه کوي.
یوې پاکستانۍ سرچینې اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼې ته ویلي، اسلام آباد لا هم په دې باور دی چې د افغانستان له خاورې د وسله والو ډلو فعالیتونه دوام لري او تر اوسه کوم داسې عملي او د تایید وړ اقدام نه دی شوی چې د پاکستان اندېښنې کمې کړي.
راپور زیاتوي د دواړو لورو ترمنځ د بې باورۍ سربېره، لا هم ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي نښتو، د ټيټيپي د فعالیتونو، پر سوداګرۍ بندیزونو او متقابلو تورونو له امله کړکېچنې شوي.
هم مهاله ویل کیږي چې دواړه لوري به په نږدې راتلونکي کې د استانبول په کوربتوب خبرو او جوړجاړي ته کېني.

