راپورونه وایي، د میانمار د جګړه ځپلې ساګاینګ سیمه کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۴۵ کسان وژل شوي او له ۷۴ ډېر ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، چاودنه د کان کیندنې لپاره د چاودېدونکو توکو په یوه ګودام کې رامنځته شوې او د سیمې اوسېدونکو ته یې هم درانه زیانونه اړولي دي.
ځايي سرچینو ویلي، د چاودنې له امله نږدې ودانۍ هم ویجاړې شوي او د ټپیانو شمېر نور هم په لوړېدو دی.
تراوسه د پېښې د دقیق لامل په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

