ځايي سرچینې وایي چې د ایران د مشهد ښار د ګلشهر سیمې یو شمېر افغانانو د طالبانو د حکومت د حجاب تګلارو پر ضد اعتراضي غونډه کړې وه، خو د ایران امنیتي ځواکونو دغه لاریون پای ته رسولی او ګڼ ګډونوال یې نیولي دي.
د عیني شاهدانو په وینا، د ایران ځواکونو له معترضینو سره سخت چلند کړی، ځینې یې وهلي ټکولي او وروسته یې نېولي دي.
تر اوسه د ایران چارواکو د نیول شویو کسانو د شمېر او د پېښې د جزییاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.

