لیکوال: احمد شاه ساحل
ولسمشر غني یو ځل بیا، د مخکنیو ځلونو خلاف، یو متفاوت بحث مطرح کړی او هغه د سولې بحث دی. ده له ۲۰۲۱ کال څخه بیا تر همدې تېر اختریز پیغام پورې، د سولې موضوع تقریباً ایګنور کړې او پرېښې وه. زیات وخت به یې یوازي همدا ویل چې که څوک یې وغواړي، همکارۍ ته تیار دی. خو د دې خبري او دې چې ”باید سوله وسي“، ترمنځ یو عالم توپیر موجود دی. مانا دا چې په لومړۍ خبره کې د ده تر ډېره ټینګار پر دې و چې که د حکومت په یوه څنډه او مشورتي برخه کې واوسي، نو د عمر وروستي کلونه به یې نه ضایع کېږي او خدمت به وکړي.
خو د دې دوهمې خبرې مانا بیا دا ده چې نوموړې موضوع دومره ساده نه حلوي، بلکې غواړي چې لومړی باید د سولې تړل سوی ور بېرته پرانیستل شي، ډیالوګ پیل شي او پر ځینو مهمو سیاسي مسایلو تر توافق وروسته، وطن ته د تګ او هلته د کار بحث مطرح شي. که خبره یې نور هم تحلیل شي، ممکن لنډه پایله یې دا وي چې نه غواړي د اوسنیو حاکمانو له لوري د جوړ شوي عادي ”کمېسیون“ له لارې هېواد ته ستون شي؛ بلکې غواړي د دایمي سولې او ثبات په خاطر، د یو منل شوي سیاسي ادرس او رسمي حیثیت په چوکاټ کې بېرته هېواد ته ور وګرځي. ځکه که له سولي او سیاسي توافق پرته هېواد ته ستون شي، سیاسي وزن او نقش به یې تر ډېره د یوه عادي افغان په کچه محدود وي؛ خو که د سولې او سیاسي جوړجاړي له تحقق وروسته ستنیږي، نو ښکاره ده چې د خپل سیاسي – رسمي موقف او اعتبار له بشپړ وزن سره به صحنې ته راګرځي.
په همدې اساس، په ننني پیغام کې وايي دا د ولس غوښتنه ده، نه سوای کېدای چې له پامه یې وغورځوو.(مطلب لکه مخکې یې چي اراده کړې وه چې نور به د سولې بحث نه رامنځته کوي یا به یې له پامه غورځوي.)
وروسته وايي: ”دلته اساسي پوښتنه همدا ده چې دایمي سولې ته، چې زموږ له لاسه وتلې حق دی، څنګه ورسېږو؟ آیا دا ومنو چې د یوې ډلې د ارادې تحمیل موږ هغې ته رسولی شي؟ که نه باید ټول لاسونه سره ورکړو، زړونه یو کړو، سرونه نږدې او فکرونه سره ګډ کړو، څو هغې ته ورسېږو؟
لنډه دا چې، ممکن ولسمشر د سولې په اړه خپله پخوانۍ طرحه، چې د ”عادلانه او پایدارې سولې ستراتیژۍ“ تر عنوان لاندې یې جوړه کړې وه، له ځینو تعدیلاتو سره یو ځل بیا مطرح کړي. یاده طرحه له سیاسي توافق څخه پیلېده، بیا د سولې د حکومت تر رامنځته کېدو رسېده، او وروسته د سولې جوړونې، دولت جوړونې او بازار جوړونې د پروسو په پيل او تکمیل بشپړېده.
دا چې د سولې د بحث بیا پرانیستل به څومره عملي وي او ایا د ښکېلو اړخونو د توافق وړ به وګرځي، جلا بحث دی؛ خو ولسمشر غني، د ملت د منتخب ولسمشر په توګه او د خلکو د غوښتنې پر بنسټ مکلف دی چې تر هر څه وړاندې، لومړی د سولې بحث مطرح کړي او مطلوب لوري ته د ډیالوګ بلنه ورکړي. په بله وینا، د سولې د بحث مطرح کول د ولسمشر لپاره انتخاب نه، بلکې یو ډول سیاسي او ملي مکلفیت دی.
دا چې نوموړی به د دې لارې له مخې مطلوب حالت ته ورسېږي که نه، او یا به یې بدیل انتخاب څه وي، په دې اړه قضاوت کول لا وختي ښکاري.
یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

