د طالبانو د حکومت اړوندې رسنۍ «المرصاد» په یوه تحلیلي مقاله کې ویلي چې د پاکستان د پوځي واکمنۍ پر وړاندې د افغانستان د اسلامي امارت د «ستراتیژیک صبر» پالیسي د پای ته رسېدو په حال کې ده.
په مقاله کې ادعا شوې چې د افغانستان اوسنی حکومت د کورني امنیت په ټینګښت او د بهرنیو ګواښونو په مهارولو کې بریالی شوی او پاکستان یې د افغانستان د ناامنۍ په ملاتړ تورن کړی دی. لیکنه همداراز څرګندوي چې که له پاکستانه د امنیتي ګواښونو لړۍ دوام وکړي، نو د چټک او سخت غبرګون تګلاره به لا پیاوړې شي.
پاکستان په رسمي ډول ددې ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

