د جرمني فوټبال ملي لوبډلې افغانالاصله لوبغاړی ندیم امیري د ۲۰۲۶ نړیوال جام په سیالیو کې د ساحل عاج پر وړاندې د جرمني د بریا یو مهم لوبغاړی وګرځېد.
جرمني تېره شپه د فوټبال د نړیوال جام د ګروپي پړاو لوبه کې ساحل عاج ته دوه پر یو ماتې ورکړه او بل پړاو ته یې لار وموندله. د جرمني دواړه ګولونه بدیل لوبغاړي دېنیز اونداف ووهل.
ندیم امیري چې د لوبې په دویمه نیمایي کې میدان ته ننوت، د جرمني د مساوي کوونکي یا لومړني ګول لپاره یې ښکلی پاس ورکړ، اونداف د امیري له کراس په ګټې اخیستو ګول وواهه او لوبه یې ۱-۱ مساوي کړه.
د جرمني روزونکي یولیان ناګلسمن د لوبې پر مهال څو بدلونونه راوستل چې په کې امیري هم شامل و او همدغه بدیل لوبغاړو د لوبې بهیر بدل کړ.
په ورته وخت ندیم امیري لومړنی افغان الاصله لوبغاړی شو چې د فوټبال په نړیوال جام کې رسمي ګډون کوي او لوبیږي.
ندیم امیري د افغان کډوالو زوی دی چې په جرمني کې زېږېدلی او له کلونو راهیسې د فوټبال په لوړه کچه سیالۍ کوي.
نوموړی اوس د جرمني د ملي لوبډلې او د ماینتس 05 کلب د میدان د منځنۍ کرښې لوبغاړی دی.

