سه شنبه, جون 9, 2026
Homeافغانستاند یوناما سرپرسته: افغانستان کې ۳.۸ میلیونه نجونې له زده‌ کړو بې‌...

د یوناما سرپرسته: افغانستان کې ۳.۸ میلیونه نجونې له زده‌ کړو بې‌ برخې دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) سرپرستې جورجیت ګانیون د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه لا پسې پراخېږي او د دې وضعیت دوام به د دغه هېواد لپاره اوږدمهالې منفي پایلې ولري.

ګانیون د دوشنبې په ورځ د افغانستان په اړه امنیت شورا ځانګړې غونډه کې وویل چې دا مهال شاوخوا ۳.۸ میلیونه نجونې چې عمرونه یې د ۷ او ۱۸ کلونو ترمنځ دي، له زده‌کړو بې برخې دي. د هغې په وینا، هر کال نږدې ۲۵۰ زره نورې نجونې هم د ثانوي زده‌کړو له بهیره د تل لپاره پاتې کېږي، چې له امله یې افغانستان د استعدادونو او وړتیاوو له یو بشپړ نسل بې‌برخې کېږي.

نوموړې وویل چې پر ښځو او نجونو د محدودیتونو زیاتېدو نه یوازې د دوی بنسټیز حقونه اغېزمن کړي، بلکې د افغانستان اقتصاد، روغتیايي سیستم او د زده‌ کړو سکټور ته یې هم زیان رسولی دی.

د یوناما سرپرستې یو ځل بیا د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې لګېدلي محدودیتونه او بندیزونه لغوه کړي، په ځانګړې توګه هغه بندیز چې افغان ښځینه کارکوونکې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو منع کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here