سه شنبه, جون 9, 2026
Homeافغانستانټولنیزه فعاله میترا مهران: پر ښځو لګېدلي محدودیتونه بې ‌ساري کچې ته...

ټولنیزه فعاله میترا مهران: پر ښځو لګېدلي محدودیتونه بې ‌ساري کچې ته رسېدلي

د مدني ټولنې استازې او د افغانستان د عدالت آرشیف بنسټ اېښودونکې میترا مهران پرون دوشنبه د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې وویل چې د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې له ۲۳۰ ډېر داسې فرمانونه صادر شوي چې پر بنسټ یې د ښځو او نجونو حقونه او آزادي محدوده شوې ده.

د نوموړې په وینا، دغو فرمانونو ښځې له زده ‌کړو، کار، آزاد تګ راتګ او په عامه ژوند کې له ټولنیز ګډون محرومې کړې دي.

آغلې مهران ادعا وکړه چې اوسني وضعیت په افغانستان کې د جنسیت پر بنسټ د سیستماتیکې ځپنې بڼه خپله کړې او هغه ښځې چې د محدودیتونو پر وړاندې غږ پورته کوي، له نیونو، ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

میترا مهران له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او ټینګار یې وکړ چې دا موضوع یوازې د افغان ښځو ستونزه نه، بلکې د نړیوالو ارزښتونو او بشري حقونو ازموینه هم ده.

د ښځو د وضعیت تر څنګ، د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون د افغانستان پر عمومي وضعیت هم اندېښنه څرګنده کړه او په وینا یې، که څه هم د طالبانو حکومت پر هېواد خپل اداري او امنیتي کنټرول ټینګ کړی او له کومې جدي وسله‌ والې یا سیاسي ننګونې سره مخ نه دي، خو د هېواد د ظاهري ثبات تر شا ژورې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې موجودې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here