یکشنبه, جون 28, 2026
Home Blog Page 79

د طالبانو حکومت د کانونو او پټروليم وزارت:د ټاپي پروژې د افغانستان برخې کارونه له نیمایي څخه زيات بشپړ شوي

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، د ټاپي پروژې د افغانستان اړوندې برخې د جوړولو چارې په هرات ولایت کې له نیمایي څخه زیاتې بشپړې شوې دي.

د وزارت ویاند همایون افغان ویلي چې د هرات په مسیر کې د پروژې شاوخوا ۵۲ سلنه عملي کارونه پای ته رسېدلي او د نل‌لیکې د غځولو بهیر په چټکۍ سره روان دی.

د چارواکو د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۸۰ کیلومتره پایپونه غځول شوي، چې له دې ډلې څه باندې ۳۶ کیلومتره تر ځمکې لاندې نصب شوي دي.

همدارنګه د لسګونو نورو کیلومترو پایپونو د ښخولو او نصبولو چمتووالی هم روان دی.

د پروژې د پرمختګ په لړ کې ۱۲۶ کیلومتره ساحه چمتو شوې او له ۱۰۰ کیلومترو زیات خدماتي سړکونه هم جوړ شوي، څو د ساختماني چارو بهیر اسانه شي.

چارواکي وایي چې له ترکمنستان څخه د پایپونو نوې جوپه هم هرات ته رسېدلې او تمه ده چې د هرات د ۱۳۰ کیلومتره برخې ټول کارونه د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړ شي.

حامد کرزی: باید د هېواد د ټولو مېرمنو عزت په بشپړه توګه خوندې وي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د هرات وروستۍ پېښې ته په غبرګون ویلي، اړینه ده چې د هېواد د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د پتمنو مېرمنو عزت او درناوی په بشپړه توګه خوندې وي.

حامد کرزي همداراز په هرات کې د نننیو لاریونونو پر مهال د رامنځته شوي تاوتریخوالي په اړه اندېښنه ښودلې او په وینا یې زموږ ټولنه د صمیمیت په فضا کې له آرامۍ او خوشالۍ ډک ژوند ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات کې له څو ورځو راهیسې د امربالمعروف د محتسبینو له لوري د ښځو او نجونو د نیول کېدو پر ضد نن لوی ولسي لاریون راوتلی و چې د طالب سرتېرو له لوري یې په ډزو او اخ و ډب مخنیوی وشو.

د هرات نننۍ پېښې په نړیواله کچه د سیاست والو او فعالانو توند غبرګونونه راپارولي.

د امریکا د انرژۍ وزیر:د هرمز تنګي له لارې د بېړیو تګ راتګ د پام وړ زیات شوی

د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رايټ ویلي چې د ایران له کړکېچ سره سره د هرمز تنګي له لارې د سمندري بېړیو تګ راتګ د پام وړ زیات شوی دی.

رایټ د اتلانتیک شورا په یوې غونډه کې څرګنده کړه چې د تېرو اوونیو په پرتله اوس ډېرې بېړۍ د دغه مهم نړیوال سمندري مسیر له لارې تېرېږي، که څه هم د سیمې امنیتي وضعیت له ننګونو سره مخ دی.

هغه زیاته کړه چې د انرژۍ د عادي لېږد بشپړ بېرته عادي کېدل به وخت ونیسي او ښايي د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته هم څو میاشتې دوام وکړي.

رئیس احمدزی د راشد خان په اړه: راشد وطندوسته افغان او د افغانستان ویاړ دی

د افغانستان ملي لوبډلې پخواني لوبغاړي او د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې اوسني مسر روزونکي رئیس احمدزي د راشد خان په اړه د ځینو ناسمو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی.

احمدزی وایي، ټولنیزو رسنیو کې د ځان د مشهورولو لپاره د بل چا بې عزتي مه کوئ.
نوموړې زیاته کړې دا چې ویل کیږي راشد خان د هند پر وړاندې نه لوبیږي؛ تاسې څنګه د خپل هېواد د یو رښتیني او وطن دوسته انسان په اړه داسې فکر کولی شئ.

د رئیس احمدزي په وینا، راشد خان د افغانستان ویاړ دی، له ټولو مخکې به خان وي.

دا په داسې حال کې ده چې د هند پر وړاندې په ټېسټ لوبه کې له نه ګډون وروسته په خواله رسنیو داسې آوازې وې چې راشد خان د حشمت الله شهیدي تر لوبډلمشرۍ لاندې په یو ورځنۍ لوبلړۍ کې هم نه لوبیږي، خو یو شمېر سرچینې دا آوازې ناسمې او بې بنسټه بولي.

آسیایي لوبو ته د غوراوي سیالۍ؛د څلورو لوبډلو په لارموندنې پای ته ورسېدې

آسیایي لوبو ته د لارموندنې سیالیو له لارې نیپال، مالیزیا، هانګ کانګ او د عمان د نارینو کرکټ لوبډلو په خپلو ګروپونو کې د ښو امتیازاتو په ترلاسه کولو یادو سیالیو ته لار پیدا کړه.

دغه لوبې چې د می په ۳۱مه پیل شوې وې، پرون پای ته ورسېدې.

د ۲۰۲۶ کال آسیایي لوبې د جاپان په کوربتوب په سېپټمبر میاشت کې پیلیږي، افغانستان هم د کرکټ په برخه کې د دغو سیالیو ګډونوال دی.

عزیزالرحمن مهاجر:هرات کې د حجاب د نه مراعت له امله هېڅ ښځه نه ده نیول شوې

د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ادارې رئیس عزیزالرحمن مهاجر،هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې یو شمیر ښځې د دې ډلې د خوښې وړ حجاب نه مراعتولو له امله نیول شوې دي.

نوموړي وویل چې په هرات ولایت کې ښځې د طالبانو له نظره مناسب حجاب مراعتوي او تر اوسه هېڅ ښځه د حجاب د نه مراعتولو له امله نه ده نیول شوې.

دغه طالب چارواکي په یوه غږیز پیغام کې ویلي: «تر اوسه په هرات کې هېڅ ښځه نه ده نیول شوې او د ښځو حجاب بشپړ دی. د بې‌حجابۍ له امله د ښځو د نیولو خبرونه تبلیغات دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په وروستیو ورځو کې د هرات ښار له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر ښځې د طالبانو د خوښې وړ حجاب د نه مراعتولو په تور نیولې دي؛ هغه اقدام چې د ګڼو ښاریانو له اعتراضونو سره مخ شوي دي.

شفیقه خپلواک:په هرات کې پر ښځو او ولس روان ظلم د «عمري نظام» استازیتوب نه شي کولای

لیکوالې او شاعرې شفیقه خپلواک د هرات د وروستیو پېښو په اړه توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د ښځو بندي کول او پر عامو خلکو ډزې کول ښکاره ظلم او ناروا عمل دی.

میرمن خپلواک په یوه پوسټ کې پوښتنه کړې چې دا ډول کړنې د کوم «عمري نظام» نښې ګڼل کېدای شي!.

شفیقه خپلواک ټینګار کړی چې د ولس پر وړاندې زور زیاتی او د خلکو د حقونو تر پښو لاندې کول به تل دوام ونه کړي او د مظلومو خلکو آهونه به بالاخره خپل اغېز وښيي.

هغې د خپلې نیوکې د پیاوړتیا لپاره د خوشحال خان خټک دا شعر هم رااخیستی:

تا هنر د سردارۍ نه زده بهرامه
سرداري دې په خپل دور کړه بدنامه

هم تمامې خېلخانې لره بلا شوې
هم خپل ځان لره بلا شوې بد فرجامه

د نوموړې په وینا، تاریخ ښودلې چې ظلم او استبداد دوام نه لري او د ولس غږ بالاخره اورېدل کېږي.

هند؛د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډه کې پر پاکستان سخت ګوزارونه کړي

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازي هریش پرواتانیني امنیت شورا ته په خپله وینا کې پر پاکستان سختې نیوکې کړي او د «کرکې منظمه فابریکه» یې بللې ده.

هندي استازي ویلي، د پاکستان له لوري خپلو پولو کې فعالو ځینو ډلو ته د «فتنه ال هندستان» نوم ورکول او دولتي ادارو ته د همدې اصطلاح د کارولو لارښوونه «په مذهبي اصطلاحاتو پوښل شوي رسمي ناسم معلومات او پروپاګند» دی.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد هڅه کوي د خپلو کورنیو ستونزو پړه پر نورو واچوي او نړیواله ټولنه ګمراه کړي.

هندي استازي پاکستان تورن کړی چې له ترهګرۍ او افراطي ډلو سره د چلند اوږد تاریخ لري او زیاته کړې یې ده چې د دغه هېواد دا ډول دریځونه د سیمې د امنیت او ثبات لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

نوموړي د افغانستان په تړاو هم د پاکستان پر پخوانیو پوځي عملیاتو نیوکه کړې او ویلي یې دي: «د ملکي وګړو وژلو ته د پوځي عملیاتو نوم ورکول، تاسې له مسؤلیته نه شي خلاصولی. د ملکي وګړو وژل، معلولول او یتیمول د ترهګرۍ ضد مبارزه نه ده.»

په ورته وخت، پرواتانیني د افغانستان له خلکو سره د هند پر دوامداره بشري او پرمختیايي مرستو هم ټینګار کړی او ویلي یې دي چې نوي ډیلي له کلونو راهیسې په افغانستان کې د روغتیا، زده‌کړو او بیارغونې په برخو کې پراخې پروژې عملي کړې دي.

هغه زیاته کړې چې هند او افغانستان د اوږدو تاریخي او تمدني اړیکو له امله ځانګړې اړیکې لري او هند به د افغانانو د ملاتړ له بهیر لاس وانه خلي.

د پاکستان او لبنان د پوځ مشرانو؛د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ پر پراختیا خبرې کړي

د پاکستان او لبنان د پوځ مشرانو په یوه مهمه لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي او امنیتي همکاریو د پراختیا پر سر هوکړه کړې ده.

د راپورونو له مخې، د لبنان د پوځ مشر جنرال رودولف هیکل د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر په بلنه اسلام‌اباد ته سفر کړی و او نن سه شنبه (جون ۹مه) یې په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په مرکزي قرارګاه (GHQ) کې ناسته کړې ده.

په دې لیدنه کې دواړو لورو د سیمې امنیتي وضعیت، د دفاعي همکاریو، روزنیزو پروګرامونو او د پوځي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو خبرې کړې دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په وینا، دواړو مشرانو د مسلکي اړیکو د پیاوړتیا، روزنیزې همکارۍ او د دواړو هېوادونو د وسله‌ والو ځواکونو ترمنځ د اداري د اړیکو د لا پراخېدو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

دغه لیدنه په داسې حال کې ترسره شوې چې په سیمه کې امنیتي وضعیت نازک بلل کېږي په ځانګړې توګه پر لبنان د اسرائیلو بریدونه دوام لري او د منځني ختیځ د روانو کړکېچونو په سیوري کې د هېوادونو ترمنځ ډیپلوماټیک او پوځي تعاملات زیات شوي دي.

هرات کې؛ د لاریونونو ځپنې ته د ریچارډ بنېټ غبرګون

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ نن سهار په هرات کې د ولسي لاریونونو پر مهال د رامنځته شوي تاوتریخوالي په اړه غبرګون او خواشینې ښودلې.

ریچارډ بنېټ وایي، نن په هرات کې د سوله‌ ییزو لاریون کوونکو پر وړاندې د زور زیاتي کارونې له امله ژوره اندېښنه لرم.

د بېنټ په وینا، اوس وخت دی چې تاوتریخوالی کم شي، د خلکو د بیان ازادۍ، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي او د نورو زیانونو مخه ونیول شي.

ښاغلي بنېټ همداراز غوښتنه کړې چې د ننني لاریون پر مهال د تاوتریخوالي رامنځته کوونکو سره دې حساب کتاب وشي.

نن په هرات کې د ښځو او نجونو د نیول کېدو پر ضد یو شمېر خلک سوله ییز لاریون ته راوتلي وو چې د طالبانو د سرتېرو له لوري یې په ډزو سره مخنیوی وشو، په ډزو کې څلورو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته او یو شمېر لاریون کوونکي ونیول شول.