چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 8

واشنګټن ټایمز:د امریکا او ایران د سولې احتمالي هوکړه د مشرانو وروستۍ منظورۍ ته استول شوې

واشنګټن ټایمز راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د سولې د احتمالي هوکړې مسوده د دواړو لورو له مهمو څېرو تایید شوې او د وروستۍ منظورۍ لپاره د دواړو هېوادونو مشرانو ته استول شوې ده.

د راپور له مخې، د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف، د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي وېنس، د امریکا ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم جرد کوشنر د سولې د دغه وړاندیز شوې هوکړې له مسودې ملاتړ کړی دی.

واشنګټن ټایمز ته یوې سرچینې، چې مذاکراتو ته نږدې بلل شوې، ویلي چې تمه ده امریکا او ایران د یکشنبې تر ماښام پورې د شخړو د پای ته رسولو لپاره د سولې د هوکړې د نهايي کېدو اعلان وکړي.

د راپور له مخې، سرچینې زیاته کړې چې د هوکړې لومړنۍ مسوده د شنبې ورځې په سهار د دواړو لورو ترمنځ منل شوې ده.

تر اوسه د امریکا او ایران چارواکو په رسمي ډول د دې راپور په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت او ایران؛د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ او ټرانزیټي همکاریو په اړه خبرې کړې

په ایران کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د ایران د اوسپنې پټلۍ له اجراییه رییس جبار علي ذاکري سره د افغان سوداګرو د ستونزو، ټرانزیټي اسانتیاوو او د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه خبرې کړې دي.

دغه هېواد کې د طالبانو حکومت سفارت ویلي، په دې کتنه کې په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علي‌رضا بېګدلي هم ګډون درلود او دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

د خبرپاڼې له مخې، په لیدنه کې د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو او د ټرانزیټي چارو د ښه والي موضوعات هم مطرح شوي، خو نور جزییات نه دي خپاره شوي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران په اړه وروستۍ پرېکړه به ډېر ژر وشي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له سي‌بي‌اېس نيوز او اکسیوس سره په خبرو کې ویلي، وروستۍ هوکړه به ایران د اټومي وسلې له ترلاسه کولو منع کړي او د ایران د غني شوو یورانیمو لپاره به د قناعت وړ حل ولري.

ټرمپ ټینګار کړی چې یوازې هغه هوکړه به لاسلیک کړي چې امریکا پکې خپلې غوښتنې ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړې چې ښايي د ایران په اړه خپله وروستۍ پرېکړه سبا يکشنبه وکړي.

د هغه په وینا، ایران به له دوو حالتونو څخه یو سره مخ شي؛ یا به هوکړه وشي او یا به امریکا پرې سخت برید وکړي.

اکسیوس راپور ورکړی چې ټرمپ به د ایران د هوکړې د مسودې په اړه له عربي هېوادونو او اسرائیلو سره هم اړیکې ونیسي.

د راپور له مخې، ټرمپ به د خپلې ادارې له سلاکارانو سره د هوکړې مسوده و ارزوي او ښايي تر سبا پورې پرې وروستۍ پرېکړه وکړي.

ویل شوي چې نوموړی به له مرستيال ولسمشر جی‌ډي وېنس، سټیو ویتکاف او جرډ کوشنر سره هم په دې اړه غونډه وکړي.

هلمند؛ د کرکټ لوبغالي د نړولو پر وړاندې غبرګونونه راپاریدلي

نن د طالبانو حکومت د مشر شيخ هبت‌الله په امر د هلمند ولایت د کرکټ لوبغالي یوه برخه ونړول شوه او په راتلونکي کې یې پر ځمکه عیدګاه جومات آبادیږي.

د هلمند کرکټ لوبغالي د نړولو پر وړاندې په خواله رسنیو کې فعالانو توند غبرګونونه ښودلي.

افغان خبریال ایمل پسرلي دا کار په لوی لاس د ځوان نسل او د نړیوالو راپارول بللي او زیاته کړې یې ده، دا ډول لاسوهنې به د دې لامل شي چې د کرکټ نړیواله شورا پر افغانستان بندیزونه ولګوي.

هم مهاله د کرکټ شننونکی او ټولنیز فعال بشیر غروال ‏وایي، د هېواد په استازولۍ او په ملي لوبډله کې د ځوانانو د لوبېدو هیله به څه پوره شي چې جوړ تیار لوبغالی یې ویجاړیږي.

ښاغلي غروال هم اندېښنه ښودلې چې که له ورزشي ارزښتونو او تاسیساتو سره دا ډول چلند دوام وکړي، نو نړیواله شورا به ډیر زر ملي لوبډله هم په کور کېنوي.

په ټوله کې ځوانانو د هلمند کرکټ لوبغالي پر ویجاړولو خواشیني څرګنده کړې او اندېښنه یې ښودلې چې هغه ورځ به هم لېرې نه وي چې د کرکټ نړیواله شورا به پر ملي لوبډلې بندیزونه ولګوي.

رحمت‌الله نبیل:د سیمې اوسنی کړکېچ د پاکستان د اټومي پروګرام د معمار د پټو اټومي معاملو دوام دی

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ویلي، د سیمې د امنیت او منځګړیتوب اوسني بحثونه باید د تاریخ له هغو پټو اټومي شبکو جلا ونه ګڼل شي، چې کلونه وړاندې یې د سیمې ستراتیژیک توازن بدل کړی و.

نبیل په خپله ایکس‌پاڼه ليکلي، د پاکستان د اټومي پروګرام معمار عبدالقدیر خان د اټومي خپرونو شبکې افشا کېدو وښودله چې پټ تدارکات، د اټومي ټېکنالوژۍ لېږد او جیوپولیټیک ډبل ګیم څرنګه د سیمې امنیتي چاپېریال بدلولی شي.

هغه ټینګار کړی چې د عبدالقدیر خان شبکه نه یوازې د نړیوالو اندېښنو سبب شوې، بلکې د ایران د یورانیمو د غني‌کولو پروګرام سره یې هم اړیکې رابرسېره شوې.

د نړیوالو راپورونو له مخې، عبدالقدیر خان په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې ایران، لیبیا او شمالي کوریا ته د اټومي ټېکنالوژۍ د انتقال په تور تورن شوی و.

د نبیل په وینا، «ستراتیژیکه حافظه مهمه ده» او د سیمې اوسني امنیتي بحرانونه د تېرو پټو معاملو او استخباراتي لوبو دوام بلل کېږي.

تسنیم خبري اژانس:تهران او واشنګټن لا هم د کنګل شوې شتمنۍ او هرمز تنګي پر سر اختلاف لري

تسنيم خبري اژانس په یوه راپور کې لیکلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د پیغامونو تبادله د پاکستاني منځګړي له لارې دوام لري.

د راپور له مخې، که څه هم په ځینو برخو کې پرمختګ شوی؛ خو د بندو شتمنیو د ازادولو او د هرمز تنګي د مدیریت په څېر موضوعاتو کې اختلافونه لا هم پر ځای دي.

د راپور پر بنسټ، تهران غواړي چې د لومړي پړاو په ترڅ کې د کنګل شویو شتمنیو یوه د پام وړ برخه ازاده شي او د پاتې شتمنیو د ازادېدو بهیر روښانه او شفاف وي.

تسنيم زیاته کړې، که اختلافونه کم شي، ښايي لومړی یو ابتدایي تفاهم اعلان او وروسته د اټومي پروګرام په اړه د خبرو لپاره ۳۰ یا ۶۰ ورځنۍ موده وټاکل شي؛ خو د لومړنیو ژمنو پر حدودو لا هم اختلاف شته.

د راپور له مخې، تهران ټینګار کړی چې د جګړې د پای موضوع باید له اټومي دوسیې جلا وساتل شي او تر هغه چې جګړه د ایران د غوښتنو له مخې ونه درېږي، د اټومي پروګرام پر جزییاتو به خبرې ونه کړي.

تسنیم د واشنګټن او تهران ترمنځ د تاوان اخیستو او د ایران شاوخوا د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر سر اختلافونو ته په اشارې ویلي، که خبرې بې‌پایلې شي، د ایران وسله‌وال ځواکونه د نورو سناریوګانو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د هلمند؛ کرکټ لوبغالي د نړولو چارې پیل شوې

د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت الله په امر په هلمند ولایت کې د کرکټ لوبغالي د نړولو چارې رسماً پیل شوې.

د ملا هبت الله په آمر د هلمند لوبغالي پر ځمکه عیدګاه جوړیږي، په داسې حال کې چې په دغه ولایت کې پخوانۍ عیدګاه شته خو بیا هم د بلې د حوړولو لپاره کرکټ لوبغالی نړول کیږي.

د هلمند اوسېدونکي هم نیوکه کوي او وایي، د عیدګاه جوړولو لپاره نور مناسب ځایونه شته او حتی پخوانۍ عیدګاه ته هم پراخوالی ورکول کېدی شي، نو ولې جوړ او تیار لوبغالی ونړول شي.

خو د طالبانو حکومت ویلي، په هلمند کې به د کرکټ لپاره بل لوبغالی جوړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کورني کرکټ ډېری سترې سیالۍ او ټورنمټونه د هلمند لوبغالي په کوربتوب ترسره کېدل او د وروستي ځل لپاره په کې تېره اپرېل میاشت د زونونو په کچه د میرویس نیکه درې ورځنۍ سیالۍ هم ترسره شوې.

د سپین بولدک لار؛د ګنډيمارانو پر مخ د لنډ مهال لپاره پرانیستل شوې

د کندهار له سپین بولدکه سرچینې وایي، پاکستاني پولیسو د لوی اختر د رانږدې کېدو په مناسبت د سپین بولدک- چمن لار د هغو کسانو پر مخ چې دواړو خواوو ته توکي او ګنډې وړي راوړي او د لغړیانو یا ګنډيمارانو په نوم یادیږي، خلاصه کړې.

په خواله رسنیو خپرو شویو وېډیو ګانو کې هم لیدل کیږي چې د لارې له خلاصېدو سره زرګونه خلکو هجوم ور وړی او پراخه ګڼه ګوڼه پرې لیدل کیږي.

د سپین بولدک لار دا مهال یوازې له یوه طرفه خلاصه ده او له پاکستانه ایستل کېدونکې کډوال پرې افغانستان ته راځي.

خو تراوسه د طالبانو حکومت او پاکستاني لوري د لارې د خلاصېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې؛د ورښتونو او سېلابونو له امله ۳۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې خبر ورکړی چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د پلازمېنې په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې د تالندې او برېښنا، ږلۍ، بارانونو او سېلابونو له امله ۲۸ تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د یادې ادارې د ویاند محمد یوسف حماد په وینا، ۱۷۶ کورونه په بشپړ ډول او ۵۳۴ کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي.

په ټوله کې، د روان لمریز کال د وري میاشت له شپږمې نېټې راهیسې تراوسه په هېواد کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۲۸۵ تنه مړه شوي او ۳۵۴ تنه ټپیان شوي او ۱۸۸۴ کورونه په بشپړ او ۷۸۰۰ کورونه په جزوي ډول ویجاړ شوي.

روانه اوونۍ هم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د توپانونو، تالندې او برېښنا، درنو بارانونو او سېلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

د طالبانو حکومت؛د ۶ روغتونونو د جوړولو په ګډون ۱۵ رغنیزې پروژې منظور کړې

د طالبانو حکومت د تدارکاتو کمېسیون د ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې کړې.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن د تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې په پای کې د ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې شوې او په ۷ پروژو کې د یو لړ تعدیلاتو پر راوړلو پرېکړه وشوه.

په منظور شویو پروژو کې د بلخ ولایت د حیرتان بندر د ۱۴ کیلو مټره سړک جوړول او د کابل – لوګر سړک د یوې برخې جوړول او دغه راز په شپږو ولایتونو کې د عمومي روغتونونو او برېښنا رسونو شبکو جوړول بشپړول شامل دي.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، ټولې منظور شوې پروژې د «اسلامي امارت» له خوا تمویلیږي.