د طالبانو حکومت د تدارکاتو کمېسیون د ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې کړې.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت خبر ورکړی چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ نن د تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې ۳۱ پروژې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې په پای کې د ۴.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۵ پروژې منظورې شوې او په ۷ پروژو کې د یو لړ تعدیلاتو پر راوړلو پرېکړه وشوه.
په منظور شویو پروژو کې د بلخ ولایت د حیرتان بندر د ۱۴ کیلو مټره سړک جوړول او د کابل – لوګر سړک د یوې برخې جوړول او دغه راز په شپږو ولایتونو کې د عمومي روغتونونو او برېښنا رسونو شبکو جوړول بشپړول شامل دي.
د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، ټولې منظور شوې پروژې د «اسلامي امارت» له خوا تمویلیږي.

