په ایران کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست فضل محمد حقاني د ایران د اوسپنې پټلۍ له اجراییه رییس جبار علي ذاکري سره د افغان سوداګرو د ستونزو، ټرانزیټي اسانتیاوو او د هرات ـ مزارشریف د اوسپنې پټلۍ پروژې په اړه خبرې کړې دي.
دغه هېواد کې د طالبانو حکومت سفارت ویلي، په دې کتنه کې په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست عليرضا بېګدلي هم ګډون درلود او دواړو لورو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په لیدنه کې د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو او د ټرانزیټي چارو د ښه والي موضوعات هم مطرح شوي، خو نور جزییات نه دي خپاره شوي.

