د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ویلي، د سیمې د امنیت او منځګړیتوب اوسني بحثونه باید د تاریخ له هغو پټو اټومي شبکو جلا ونه ګڼل شي، چې کلونه وړاندې یې د سیمې ستراتیژیک توازن بدل کړی و.
نبیل په خپله ایکسپاڼه ليکلي، د پاکستان د اټومي پروګرام معمار عبدالقدیر خان د اټومي خپرونو شبکې افشا کېدو وښودله چې پټ تدارکات، د اټومي ټېکنالوژۍ لېږد او جیوپولیټیک ډبل ګیم څرنګه د سیمې امنیتي چاپېریال بدلولی شي.
هغه ټینګار کړی چې د عبدالقدیر خان شبکه نه یوازې د نړیوالو اندېښنو سبب شوې، بلکې د ایران د یورانیمو د غنيکولو پروګرام سره یې هم اړیکې رابرسېره شوې.
د نړیوالو راپورونو له مخې، عبدالقدیر خان په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰ لسیزو کې ایران، لیبیا او شمالي کوریا ته د اټومي ټېکنالوژۍ د انتقال په تور تورن شوی و.
د نبیل په وینا، «ستراتیژیکه حافظه مهمه ده» او د سیمې اوسني امنیتي بحرانونه د تېرو پټو معاملو او استخباراتي لوبو دوام بلل کېږي.

