دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 79

شاه حسین مرتضوي:د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه دریځ باید پر سیاسي عقلانیت ولاړ وي

د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وایي چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه دریځ باید د سیاسي عقلانیت، ګډې پوهې او د هېواد د تېر، اوسني او راتلونکي حالت د دقیق درک پر بنسټ وټاکل شي.

ښاغلي مرتضوي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې له احساساتي چلند څخه باید ډډه وشي.

نوموړی زیاتوي چې هغه سیاستونه چې له سیاسي عقلانیت څخه بې‌برخې وي، د خلکو له ملاتړ څخه نه برخمن کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د وحدت ګوند مشر محمد محقق ویلي، ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني.

کمال ناصر اصولي:محقق او هغه ته ورته جنګ‌سالاران د ډیورنډ په اړه د نظر ورکولو حق نه لري

د ولسي جرګې پخوانی غړی کمال ناصر اصولي وایي، چې ځینې جنګ سالاران د ډیورنډ کرښې په اړه د نظر ورکولو حق نه لري.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي:«محمد محقق او محقق ته ورته بدنامې او وحشي څیرې او جنګ سالاران چې ځانونه افغانان نه ګڼي د ډیورنډ د کرښې په اړه د نظر ورکولو حق نلري.»

اصولي دغه راز ویلي چې د دغه خلکو نه باید افغان پاسپورتونه هم واخیستل شي او افغانستان ته ممنوع الدخول شي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د وحدت ګوند مشر محمد محقق ویلي، ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني.

اسماعیل بقایي:له امریکا سره د نوو خبرو لپاره تر اوسه کومه طرحه نه‌ ده جوړه شوې

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي اعلان کړی چې تهران دا مهال له امریکا سره د خبرو د بل پړاو لپاره هېڅ مشخص پلان نه‌لري او په دې تړاو وروستۍ پرېکړه هم نه‌ده شوې.

د هغه په وینا، د هر ډول احتمالي خبرو په اړه د ایران دریځ به یوازې د هېواد د ملي ګټو او امنیتي ارزښتونو پر بنسټ وټاکل شي.

بقايي د واشنګټن پر سیاستونو نیوکه وکړه او ادعا یې وکړه چې امریکا په دوامداره توګه د اوربند له اصولو سرغړونه کړې ده.

هغه ټینګار وکړ چې د وروستیو پېښو په لړ کې، د یوې ایرانۍ سوداګریزې کښتۍ په نښه کول د تهران له نظره ښکاره تیری بلل کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې دا ډول اقدامات نه یوازې د دواړو هېوادونو ترمنځ باور کمزوری کوي، بلکې د هر ډول ډیپلوماټیک بهیر پر وړاندې خنډونه هم زیاتوي.

وال سټریټ ژورنال:متحده عربي امارات د ډالرو د کمښت له امله اړ شوی چې د نفتو راکړه ورکړه په یوان ترسره کړي

0

وال سټریټ ژورنال راپور ورکړی چې متحده عربي اماراتو له امریکا څخه د احتمالي مالي فشارونو د کمولو لپاره د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د راپور له مخې، ابوظبي خبرداری ورکړی چې که د ډالرو له کمښت سره مخ شي، ښایي اړ شي خپل د نفتو راکړه ورکړه په یوان او نورو نړیوالو اسعارو ترسره کړي.

امریکايي چارواکو ویلي چې د اماراتو د مرکزي بانک رئیس، خالد محمد سالم بالعمي، تېره اوونۍ په واشنګټن کې له لوړپوړو مالي چارواکو سره لیدلي او د اسعارو د تبادلې د یوې ځانګړې کرښې د رامنځته کولو وړاندیز یې مطرح کړی دی.

راپور زیاتوي چې امارات که څه هم تر دې مهاله د امریکا، اسرائیلو او ایران ترمنځ د جګړې له مستقیمو اقتصادي زیانونو تر ډېره خوندي پاتې شوي، خو د جګړې دوام یې پر مالي ثبات جدي سیوری غوړولی دی.

چارواکي اندېښنه لري چې دغه وضعیت به د بهرنیو اسعارو زېرمې راکمې کړي او نړیوال پانګه‌وال به له دې بازار څخه ووځي.

د تحلیل له مخې، د ایران سره شاوخوا ۴۰ ورځنۍ جګړې د اماراتو د انرژۍ پر سکتور منفي اغېز کړی، د نفتو د لېږد بهیر یې ګډوډ کړی او د هرمز تنګي له لارې د صادراتو وړتیا یې زیانمنه کړې ده.

دا وضعیت کولای شي امارات د خپلو مهمو ډالري عوایدو له سرچینو بې‌برخې کړي او اقتصادي فشارونه لا زیات کړي.

د اسراییل ۱۱م کانال:د امریکا او ایران ترمنځ خبرو کې لوی خنډ مجتبی خامنه‌اي سره د اړیکې ټینګول دي

0

د اسرائیل د ۱۱م کانال د خبر له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي خبرو په دوام کې یو مهم خنډ له مجتبی خامنه‌اي سره د اړیکې ټینګول ګڼل کېږي.

په راپور کې ویل شوي چې همدا موضوع ښايي د ایران د حکومت د دریځونو د بې‌انسجامۍ یو لامل وي.

د دې له امله د ایران دننه ځینې بنسټونه بېلابېل دریځونه لري؛ د بېلګې په توګه، د سپاه پاسداران سخت دریځ غوره کوي، په داسې حال کې چې د بهرنیو چارو وزیر او ولسمشر بیا بېلابېل سیاسي نظرونه څرګندوي.

راپور زیاتوي چې د منځني ختیځ یوه سرچینه وایي، تمه ده د امریکا او ایران ترمنځ اوربند د لنډې مودې لپاره وغځول شي، څو د مذاکراتو لپاره نور فرصت برابر شي.

زلېنسکي:اوکراین له درېیو عربي هېوادونو سره د ډرونونو ۱۰ کلن تړونونه لاسلیک کړل

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي اعلان کړی چې اوکراین له متحده عربي امارات، سعودي عربستان او قطر سره د بې‌پیلوټه الوتکو ۱۰ کلن تړونونه لاسلیک کړي دي.

د هغه په وینا، د دې تړونونو له مخې به اوکراین یادو هېوادونو ته ډرونونه صادروي او همدارنګه به ورسره په ګډه د تولید چارې هم پر مخ وړي.

دا ګام د اوکراین لپاره د دفاعي صنعت د پراختیا او نړیوالو همکاریو د پراخولو په لور مهم بلل کېږي.

زلېنسکي زیاته کړې چې له دې هوکړو سربېره، اوکراین د منځني ختیځ او خلیج له ۱۱ نورو هېوادونو څخه هم د ورته همکاریو غوښتنې ترلاسه کړې دي، چې دا د دغه هېواد د ټکنالوژۍ او پوځي تجهیزاتو پر زیاتېدونکي باور دلالت کوي.

هغه همداراز ټینګار کړی چې قفقاز سیمې ته به هم په تدریجي ډول د اوکراین پاملرنه زیاته شي، څو هلته خپلې اقتصادي او ستراتیژیکې اړیکې پیاوړې کړي.

بلومبرګ:د هرمز تنګي د بندېدو له کبله په اروپا کې د طبیعي ګازو بیې ۱۱ سلنه لوړې شوې

0

د بلومبرګ د راپور له مخې، د هرمز تنګی د احتمالي بیا تړل کېدو او له فارس خلیج څخه د انرژۍ د جریان د ګډوډېدو په اړه د اندېښنو له امله د اروپا د طبیعي ګازو بیې لوړې شوې دي.

راپور وایي چې د دوشنبې په سهار د اسیا په لومړنیو سوداګریزو ساعتونو کې د طبیعي ګازو بیې شاوخوا ۱۱ سلنه لوړې شوې او په هر مېګاواټ ساعت کې ۴۳ یورو ته رسېدلې دي.

اقتصادي شنونکي وايي، د دې ډول جیوپولیټیکو اندېښنو اغېز ژر د انرژۍ پر نړیوالو بازارونو ښکاري، ځکه چې د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو او ګازو د لېږد یوه مهمه لار ګڼل کېږي.

سي‌بي‌ایس نیوز:لا هم د ایران او امریکا ترمنځ خبرې د ابهام حالت کې دي

0

سي‌بي‌اېس نیوز راپور ورکړی چې لا هم مهمې پوښتنې بې‌ځوابه پاتې دي چې د ایران له لوري څوک د هوکړې کولو رسمي صلاحیت لري او ایا تهران به په دې مذاکراتو کې برخه واخلي که نه.

بل لورته د امریکا سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال، جي‌ډي ونس، به په پاکستان کې له ایران سره د احتمالي مذاکراتو مشري پر غاړه ولري.

وړمه ورځ ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و چې د دوی مذاکراتي ټیم به نن دوشنبه اسلام اباد ته لاړ شي؛ خو هممهاله ایراني رسنیو دا یوه تبلیغاتي اجنډا بللې او زیاته کړې چې لا هم ایران د امریکا هغو شرایطو سره موافقت نه دی کړی کوم چې دوی وایي.

بلوچستان؛په دوو جلا پېښو کې ۱۰ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د بلوچستان ایالت په دوو بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د خضدار ولسوالۍ په باغبانه باجوي سیمه کې رامنځته شوې، چیرته چې ناپېژاندو وسله‌والو پر پولیسو برید کړی.

په دې پېښه کې د یوې ښځینه پولیسې په ګډون دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

په دوهمه پېښه کې چې د مستونګ ولسوالۍ په دښت سیمه کې شوې، امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال له وسله‌والو سره نښته کړې.

په دې نښته کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.

د دغه بریدونو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

مولانا فضل‌الرحمن:پاکستان د ایران او امریکا د خبرو غم وړی؛ خو خپله له سختو سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی

د جمعیت علما اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن ویلي چې پاکستان که څه هم د ایران او امریکل ترمنځ د منځګړیتوب هڅې کوي، خو په خپله له جدي سیاسي او اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

هغه په لاهور کې یوې غونډې ته ویلي چې د پاکستان ختیځ او لوېدیځ سرحدونه له هند او افغانستان سره تړلي دي، چې دا وضعیت د سوداګرۍ پر لارو منفي اغېز کړی او اقتصادي فشارونه یې زیات کړي دي.

د هغه په وینا، د دې ستونزو له امله نه یوازې اقتصادي وضعیت خراب شوی، بلکې د چین په ګډون ځینې مهم شریکان هم ناخوښ دي او پانګونه یې کمه کړې ده.

نوموړي زیاته کړې چې له ایران سره اړیکې هم لا روښانه نه دي.

مولانا فضل‌الرحمن د اقتصادي راتلونکې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي چې خلک له لوړو بیو سره مخ دي، او د هرمز تنګي د وضعیت له امله د سون توکو بیې هم ناڅاپي لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې که څه هم د ګرانۍ پر ضد اعلان شوي لاریونونه ځنډول شوي، خو لغوه شوي نه دي او ښايي بیا پیل شي.

فضل‌الرحمن له حکومته غوښتي چې د سیاسي او اداري اصلاحاتو لپاره جدي ګامونه واخلي، ځکه د هغه په باور اوسنی وضعیت د پالیسۍ کمزوري ښيي.