د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو او امنیتي سیاست لوړې استازې کایا کالاس د پاکستان د مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سره په اسلاماباد کې خبرې کړې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې سفر پر مهال به دواړه لوري د پاکستان او اروپايي ټولنې د ستراتیژیکو خبرو اترو د اتمې غونډې مشري په ګډه وکړي.
د وزارت په وینا، دغه غونډه د پاکستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د لوړې کچې تر ټولو مهمه رسمي غونډه ده چې پکې د دواړو خواوو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي او نورو ګډو همکاریو خبرې کېږي.
ټاکل شوې ده چې کایا کالاس د خپل سفر په ترڅ کې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو، لومړي وزير او ولسمشر سره هم وګوري.

