سيبياېس نیوز راپور ورکړی چې لا هم مهمې پوښتنې بېځوابه پاتې دي چې د ایران له لوري څوک د هوکړې کولو رسمي صلاحیت لري او ایا تهران به په دې مذاکراتو کې برخه واخلي که نه.
بل لورته د امریکا سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د دغه هېواد د ولسمشر مرستیال، جيډي ونس، به په پاکستان کې له ایران سره د احتمالي مذاکراتو مشري پر غاړه ولري.
وړمه ورځ ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و چې د دوی مذاکراتي ټیم به نن دوشنبه اسلام اباد ته لاړ شي؛ خو هممهاله ایراني رسنیو دا یوه تبلیغاتي اجنډا بللې او زیاته کړې چې لا هم ایران د امریکا هغو شرایطو سره موافقت نه دی کړی کوم چې دوی وایي.

