د بلوچستان ایالت په دوو بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږه درې پولیس وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، لومړۍ پېښه د خضدار ولسوالۍ په باغبانه باجوي سیمه کې رامنځته شوې، چیرته چې ناپېژاندو وسلهوالو پر پولیسو برید کړی.
په دې پېښه کې د یوې ښځینه پولیسې په ګډون دوه تنه وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.
په دوهمه پېښه کې چې د مستونګ ولسوالۍ په دښت سیمه کې شوې، امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر مهال له وسلهوالو سره نښته کړې.
په دې نښته کې یو پاکستانی سرتېری وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي.
د دغه بریدونو مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

